د بوټو ساتنې او قرنطین رییس د ننګرهار بوټوساتنې کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۵:۲۱
د بوټو ساتنې او قرنطین رییس د ننګرهار بوټوساتنې کارکوونکو سره وکتل

۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق 
د کرنې وزارت د بوټوساتنې او قرنطین رییس انجینر عتیق الله مسلم د ننګرهار د بوټو ساتنې مدیریت له کار کوونکو سره  د کارونو چټکتیا، غوره همغږۍ او  د ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د بوټو ساتنې مدیر سید کریم الله پاچا د خپل مدیریت اړوند ستونزې او لاسته راوړنې د بوټو ساتنې رئیس سره شریکې کړي .
د ننګرهار د بوټو ساتنې مدیر سید کریم الله پاچا په تورخم بندر کې د ستونزو په ګوته کولو،  لابراتوار نشتوالې ، د بوټو ساتنې د ودانۍ خرابوالې، سیار نباتي کلینیکونو فعالولو او ګڼو نورو برخو کې خپلې  ستونزې شریکې او هغې ته د حل لارو موندلو غوښتنه وکړه.
 په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې رییس انجینر عتییق الله مسلم  د ستونزو د حل او  د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت