د فاریاب د کرنې ریاست کارکوونکو ته د کرنې وزارت د لومړیتوبونو تشریح

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۵:۱۳
د فاریاب د کرنې ریاست کارکوونکو ته د کرنې وزارت د لومړیتوبونو تشریح

۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق 
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین او د کرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي په ګډون د کرنې وزارت یوه پلاوي فاریاب ولایت ته د سفر په ترڅ کې دیاد ولایت د کرنې ریاست کارکوونکو ته د دغه وزارت کاري لومړیتوبونه تشریح کړل.
په هغه غونډه کې، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کاري لومړیتوبونو د تشریح په موخه جوړه شوې وه، د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عزت الله نوراني، آمرین او ددې ادارې کارکوونکو په شتون کې د فاریاب ولایت دکرنې په ریاست کې جوړه شوې وه، د پلاوي له خوا د کرنې وزارت کاري لومړیتوبونه بیان او په فاریاب ولایت کې یې پر پلي کېدو ټینګار وشو.
د کرنې وزارت په استازیتوب مولوي مصباح الدین مستعین د کرنې، مالدارۍ، حیواني روغتیا، د طبیعي سرچینو د تنظیم، اوبولګولو او ځمکو په برخو کې د دغه وزارت دندې او لومړیتوبونه په لنډه توګه بیان کړل او له چارواکو څخه یې وغوښتل، چې د یادو لومړیتوبونو پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي هم د فارياب رياست کارکوونکو ته د کرنې وزارت د راتلونکو پراختیایي پروګرامونو، په وچو سيمو کې د کرنې د عصري کولو او د طبيعي سرچينو د پراختيا په اړه معلومات ورکړل.
یاده غونډه د فاریاب د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي سید نورالهدا متوکل له خوا د افغانستان مجاهد ولس ته د هوساینې په دعایې سره پای ته ورسېد.

تشریح اولویت‌های کاری وزارت زراعت به کارمندان ریاست زراعت فاریاب
۲ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئتی با حضور مولوی مصباح الدین مسعتین رییس اطلاعات و آگاهی عامه و میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت به ولایت فاریاب سفر کرده و اولویت‌های کاری وزارت زراعت را به کارمندان زراعت فاریاب بیان کردند.
طی برنامه‌ی که به منظور تشریح اولویت‌های وظیفوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان با حضور داشت عزت الله نورانی ریس زراعت، آبیاری و مالداری فاریاب، آمرین و کارمندان زراعت فاریاب در صحن ریاست زراعت آن ولایت برگزار شده بود اولویت‌های وظیفوی وزارت زراعت از سوی هیئت بیان گردیده و تاکید بر  تطبیق آن در ولایت فاریاب صورت گرفت.
مولوی مصباح الدین مستعین به نمایندگی از وزارت زراعت وظایف و اولویت‌های آن وزارت را به حاضرین مختصرا در بخش‌های زراعت، مالداری، صحت حیوانی، تنظیم منابع طبیعی، آبیاری و اراضی تشریح نموده و خواستار  توجه جدید  اشتراک کننده گان نشست بر تطبیق آن شد.
همچنان میرویس خوگیانی مشاور وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نیز روی توسعه برنامه‌های آینده وزارت زراعت، مدرن سازی زراعت در مناطق خشک و انکشاف منابع طبیعی برای کارمندان ریاست زراعت فاریاب معلومات اراییه کرد.

این نشست در اخیر با ایراد سخنان همه جانبه و دعای خیر فلاح ملت مجاهد پرور افغانستان توسط  مولوی سید نورالهدا متوکل آمر امور زراعتی ریاست زراعت فاریاب خاتمه یافت.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت