د غنمو د ملي طرحې او ستراتیژۍ د جوړولو په پار د کرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۳۴
د غنمو د ملي طرحې او ستراتیژۍ د جوړولو په پار د کرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ په لارښوونه د غنمو د ملي طرحې او ستراتیژۍ د جوړولو په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې غونډه دائره شوه.
دغه غونډه، چې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ جوړه شوې وه، د اقتصاد، سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو استازو، د ریاست الوزراء د دفتر استازی، د کابل پوهنتون استادانو، کاپوهانو او دکرنې وزارت چارواکو په کې ګډون درلود.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني وویل، چې یاده طرحه باید جامع وي، هغه ددې طرحې پر ماهیت د ټینګار ترڅنګ وویل: «د غنمو په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره باید د غنمو لپاره یوه بشپړه ستراتیژي جوړه شي، هره اداره باید خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي ترڅو موږ خپل موخې ته ورسیږو.»
په دې غونډه کې ګډونوالو د یوې داسې ستراتیژۍ پر جوړولو ټینګار وکړ چې د هېواد اړتیاوې پوره کړي او د دې ترڅنګ یې د طرحې او پالیسیو جوړول هم اړین وګڼل.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت یو شمېر کارپوهانو د غنمو د هغو ډولونو په ترویج باندې ټینګار وکړ، چې د کمیت او کیفیت له پلوه لوړ ظرفیت لري، څو تولید شوي غنم د خلکو د اړتیا وړې پوره او د بزګرانو لپاره ګټور وي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبرۍ او کارپوهان غنمو لپاره د جامع ملي طرحې او ستراتیژۍ پر جوړولو کار کوي، چې تر بشپړېدو وروسته به د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ دفترته وړاندې او تر منظورۍ وروسته به عملي شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت