د رومي بانجانو روغتیایي ګټې

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۹ - ۱۵:۳۰

رومي بانجان یو ډول ترکاري ده، چې په ټوله نړۍ کې په خوراکي توکو کې ترې ډېره ګټه پورته کیږي او داسې هم ویل کیږي، چې رومي بانجان په خپله یو ډول خواړه ده، چې تر ډېره په روغتیایي ډګر کې ترې ګټه اخیستل کیږي.
رومي بانجان له هغه ترکاریو ځینې شمېرل کیږي، چې زیاته انرژۍ لري؛ ځکه دغه ترکاري ویټامین C, B6, B, او A لري.
له دې سره ـ سره پوټاشیم، اوسپنه، فاسفورس او نور داسې مواد لري، چې د انسان د بدن او روغتیا لپاره ګټور دي.
ددې ترڅنګ رومي یا سره بانجان نورې ګټې هم لري لکه:

۱- رومي بانجان د سترګو د لید لپاره ګټور دي، چې د سترګو لید ورسره زیاتیږي.
۲- د مخ پوستکی نرموی او ورسره د پوستکي په ښایست کې پراخه ونډه لري.
۳- رومي بانجان داسې مواد لري، چې د انسان په وجود کې د سرطان د مخنیوي مواد تقویه کوي او د دغه وژونکې ناروغۍ مخنیوی کوي.
۴- که مو رومي بانجان وخوړل؛ نو بیا په ارام خوب ویده شئ؛ روغتیاپالان وایي؛ رومي بانجان د ښه خوب لپاره تر ټولو ښه درمل دي.
۵- رومي بانجانو کې داسې مواد شتون لري، چې د انسان هډوکي کلکولی شي.
۶- هغه دردونه ورکوي، چې له مکروبو څخه د انسان په وجود کې پیدا کیږي.
۷- د سر ویښتانو ته ګټه رسوي او هغوی له توییدلو څخه ژغوري.
۸- د کارپوهانو په خبره رومي بانجانو کې شته مواد ستړیا له منځه وړي.
۹- د رومي بانجانو کارول د مخ د دانو په مخنیوي کې ښه رول لري.
۱۰- رومي بانجان په هغه موادو بسیا دي، چې په کارولو سره یې د انسان په وجود کې د ګلوکوزو د زیاتوالي مخه نیول کیږي.
۱۱- کارپوهان وایي؛ په رومي بانجانو کې داسې مواد شته، چې د انسان د فشار په کنټرولولو کې مرسته کوي.
۱۲ـ د زړه ناروغي له منځه وړي: کولسټرول چې په اوسني عصر کې د زړه د ناروغۍ مهم عامل دی او د زړه د ناروغۍ په زیاتوالي کې مهم رول لري، چې ورځ تر بلې د زړه ناروغي زیاتوي او کله چې کولسټرول زیات شي نو ناروغ ډېر ژر له منځه وړي، نو رومي بانجان په پراخه پيمانه ویټامین لري او زړه د کولسټرولړ له زیاتېدو خوندي ساتي.
۱۳ـ د وزن کمېدل: رومي بانجان د وزن په کمېدلو کې مهم رول لري او هغه کسان چې له رومي بانجانو څخه په خوړو کې ګټه پورته کوی د هغو کسانو په پرتله چې له رومي بانجانو څخه استفاده نه کوي د کم وزن لرونکي دي.
رومي بانجان او پر بدن یې اغېزې:
څېړنو ثابته کړې، چې د رومي بانجانو دانې کولی شي د یوه طبیعي درمل په توګه د اسپرینو په څېر ګټورې تمامې شي. څېړونکو د رومي بانجانو په دانو کې داسې مواد کشف کړي، چې د وینې د لخته کېدو مخنیوی کوی، په بدن کې د وینې له جریان سره مرسته کوي او د اسپرینو په څېر کار ورکوي.
روغتیاپالان وایي، د سرو بانجانو له خوړلو درې ساعته وروسته په بدن کې د وینې جریان خپل نورمال حالت ته راځي او دغه چاره تر
۱۸ ساعتونو پورې دوام کوي.