پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې
٢۹ وږي ۱۴۰۲ه.ش
۵ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام یاد تخنیکي پلاوی د خپلو دندو په اساس د تخنیکي پلاوي د جبل السراج ولسوالی د دامنه گلبهار سیمې ته د سفر په ترڅ کې یوشمېر موضوعات وڅېړل.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
