د هلمند دکرنې رییس دکرنې وزارت له پلاوي سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۳:۳۰
د هلمند دکرنې رییس دکرنې وزارت له پلاوي سره وکتل

٢۸ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي د کرنې  وزارت څخه د مؤسساتو د ارزونې له راغلي پلاوي سره وکتل.
د هلمند دکرنې رییس راغلي پلاوي ته په دې ولایت کې د کارونو د ښې اجرا په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړ او هغوی یې وهڅول تر څو د ټولو مؤسساتو د کارونو د مؤثریت ارزونه وکړي، د ادارې وړاندیزونه او د ځمکوالو اړتیاو په پام کې نیولو سره دې یو جامع راپور د وزارت مقام ته وړاندې کړي، تر څو دې ولایت ته د لا نورو خدماتو وړاندې کولو زمینه برابره شي.
 په همدې حال کې دکرنې وزارت پلاوی هلمند ته یې د راتګ موخه په دې ولایت کې د کرنې د برخې مؤسساتو او انجیوګانو د کارونو ارزونه او څارنه وبلل، چې په دې برخه کې به د یادو مؤسساتو د مسؤلینو ترڅنګ د ګټه اخیستونکو اشخاصو سره هم لیده کاته ترسره کړي.
ددې تر څنګ به په دې ولایت کې د مهمو لومړیتوبونو، وړاندیزونو او ستونزو د راټولولو  برخه کې هم د خپل پلان له مخې لازمې کړنې ترسره او پایلې به یې د کرنې وزارت مقام ته وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت