ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۳:۳۸
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

٢۷ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې په کې پر مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
ددې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ پر یوشمېر دوسیو او عریضو مهمې پرېکړې وشوې.
غونډه کې د کامې ولسوالی د ګرداب،  د ښاري اوبو رسولو،  خوږیانو تور غر میرانو کلي د ځمکو په ګډون د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي  پریکړه وکړه چې د کامې ولسوالې د ګرداب ځمکي اسناد له تصرف کوونکو څخه وغوښتل شي،  د اوبو رسولو ریاست ځمکه  په هر اړخیز ډول وڅېړل شي  او د خوږیانو تورغر سیمې ټول معلومات دکرنې ریاست د کدستر څخه واخیستل  او وروسته پري تصمیم ونیول شي. 
په ورته وخت کې  د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پر ډېرې برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دله منځه تللو مخنیوي وشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت