د کندهار زون په کچه د ځمکو چارو یوشمېر کارکوونکي ورزول شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۹:۲۵
د کندهار زون په کچه د ځمکو چارو یوشمېر کارکوونکي ورزول شول

د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کي د کندهار زون، هلمند، زابل، اروزګان او دایکنډي ولایتونو د ځمکو چارو کارکوونکو ته د کدستري سروې، د ځمکوالۍ د معلوماتو سیستم او د ځمکو بانک، تصفیې او تثبیت حق مالکیت،انتقال او د تبادلې په برخو کي د وړتیا لوړولو او پوهاوي په موخه پیل شوی درې ورځنۍ روزنیز پروګرام پر ګډونوالو د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د کندهار ولایت مرستیال والي الحاج مولوي حيات الله مبارک، د اراضي ریاست لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني، د کندهار ولايت د حج او اوقافو رییس الحاج شیخ عبدالبصیر، د کندهار ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت رییس الحاج مولوی غوث الدین ثاقب، د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتی قدرت الله وصال، د کندهار ولايت د کور او ښار جوړونې رییس مولوی عبدالمتین عاشق، الحاج حکمت الله آخند د کندهار ولايت مستوفي، مولوی محمود مظلوم د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس او د اراضي ریاست د استملاک، کدستر، د استملاکي پروژو د همغږۍ، د ځمکو د انتقال او وېش او ځمکو معلوماتي سیستم او د ځمکو بانک ریاستونو مسوولین او متخصصینو ګډون درلود.
دغه پروګرام، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضی ریاست له لوري ( کندهار زون، هلمند، زابل، ارزګان او دایکندي ) ولایتونو څخه د تصفیې، استملاک، کدستر، د ځمکو د انتقال او تبادله، د ځمکوالۍ د معلوماتو سیسټم او د ځمکو بانک څانګو کارکوونکو لپاره د هغو د علمي وړتیاوو د لوړولو او د ځمکوالۍ چارو په تخنیکي او حقوقي برخو کې د پوهاوی په موخه دائره شوې وه درې ورځې دوام وکړ.

پر ګډونوالو د تصدیق پاڼو د وېش غونډې په پیل کې د کندهار ولایت مرستیال والي الحاج مولوي حيات الله مبارک د اراضي لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني او د دغه ادارې له ټولو مسوولين او متخصصینو څخه د دا ډول پروګرامونو جوړول د ولايتونو په کچه په ځانګړې توګه د کندهار په ولايت کې چې د لمړي ځل لپاره ترسره شو د مننې تر څنګ زیاته کړه، دا ډول روزنیز پروګرامونه به د کارکوونکو د شته ستونزو په حل کي ډېر ګټور تمام شي.
همدارنګه د دغه ولايت د مختلفو څانګو مسوولينو هم په خپل وار خبرې وکړې او دا ډول پروګرامونو جړول يې د کارکوونکو د علمي کچې په لوړولو کې یو ارزښتناک ګام وبلل. 
ورپسې د کرنی، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضي ریاست لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس مولوي محمود مظلوم څخه چې د دغه پروګرام د ځای په برابرولو او له نورو ولایتونو څخه راغلي کارکوونکو ته د خدمت په برخه کې مننه وکړه، همدارنګه د کرنې وزارت ټولو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه تر څو خپلو دندو ته په پوره توګه متوجع شي او د لایحه وظایفو په نظر کې نیولو سره هېواد او خلکو ته د خدمت په برخه کې هلې ځلې وکړي. 
د یادونې وړ ده، چې د پروګرام په درېیمه ( وروستي ) ورځ د اراضي ریاست د استملاکي پروژو د همغږۍ رییس الحاج شاه جهان جلات او د انتقال او وېش ریاست د ځمکو د تنظيم او وېش آمر انجنیر غلام رباني شینواري د لارښود په توګه د استملاک او د ځمکو د انتقال او تبادله په هکله کارکوونکو ته په تفصيلي توګه معلومات ورکړل.
په پای کې د کندهار ریاست د غیر رسمي سیمو آمر مولوي یحی او د دایکندي ولايت د ځمکو تخنیکي آمر انور افتخاري د ولایتي کارکوونکو په استازیتوب له ښوونکو، د اراضي ریاست له مشرتابه او مسوولینو څخه مننه وکړه او د دغه پروګرامونو د جوړولو په ارزښت او له هغه نه د استفادې په برخه کې خبرې وکړې.
غونډه پر ګډونوالو د تصدیق پاڼو په وېش سره پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت