کرنې وزارت کې درېیو شرکتونو ته د ۱۷۰ میلیونه افغانیو د مرابحې پیسې ورکړه منظور شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۴۵
کرنې وزارت کې درېیو شرکتونو ته د ۱۷۰ میلیونه افغانیو د مرابحې  پیسې ورکړه منظور شوه


۲۱ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ د کرنې د پراختیا  وجهي صندوق له خوا د درېیو شرکتونو د مرابحې چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې د پراختیا صندوق مسوولینو د پکتیکا د کمپلو تولیدونکو، د قاسمي ورونو د غالۍ اوبدلو شرکت او فیصل فهیم سوداګریز شرکت غوښتنه چې له دغه صندوق څخه د مرابحې خدمتونو د تر لاسه کولو په پار کړي ؤ د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراغظم د عثماني ته وړاندې کړه او تشریح کړل او د چوپړتیاوو د وړاندې کولو د منظورۍ غوښتونکي شول.
ياد شرکتونه د منځ مهالو پورونو په ترلاسه کولو سره د خپلو سوداګرۍ د پراختیا پلان لري او د کرنې د پراختیا صندوق څخه یې د مرابحې خدماتو غوښتنه کړې.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یادو شرکتونو د راپور او کاري پلان له اورېدو وروسته، د مرابحې خدمتونو له لارې یادو درېیو شرکتونو ته د یو سل او اویا میلیونه افغانیو په ارزښت د مرابحې چوپړتیاوو وړاندې کول منظور کړ.
یاد شرکتونه چې د مرابحې چوپړتیاوې ترلاسه کوي د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې او پراختیا په برخه کې فعالیت کوي، د پکتیکا د کمپلو تولیدوونکی شرکت د کمپلې په جوړولو کې د څارویو وړیو څخه کار اخلي، د قاسمې ورونو د غالیو شرکت هم د څارویو له وړیو څخه د کمپلو په تولید کې ګټه پورته کوي او د فیصل فهیم سوداګریز شرکت هم د مېوو او کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې کار کوي.


پرداخت ۱۷۰ میلیون افغانی پول به گونه مرابحه برای سه شرکت در وزارت منظور شد
۲۰ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ی به هدف منظوری پرداخت  خدمات مرابحه  برای سه شرکت از سوی صندوق انکشاف وجهی زراعت به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زارعت و مالداری برگزار شد.
 در این جلسه مسولان صندوق انکشاف وجهی زراعت تقاضای شرکت های تولید کننده کمپل پکتیکا، شرکت برادران قالین بافی قاسمی و شرکت تجارتی فیصل فهیم برای بدست آوردن  خدمات مرابحه از این صندوق را   به مولوی صداراعظم عثمانی  معین زراعت و مالداری وزارت زراعت توضیح داده و خواستار  منظوری پرداخت خدمات گردیدند.
شرکت‌ها متذکره  با درخواست دریافت پول به گونه مرابحه  متوسط پلان انکشاف کاروبار تجارت شان را دارند و از صندوق انکشاف وجهی زراعت خواهان خدمات مرابحه شده‌اند. 
در این جلسه مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری پس از استماع گزارش و پلان کاری شرکت‌های متذکره مبلغ یک صدوهفتاد میلیون افغانی را به سه شرکت متذکره  از طریق خدمات مرابحه منظور کرد.
شرکت های دریافت کننده پول به گونه خدمات مرابحه به هدف رشد سکتور زراعت و مالداری فعالیت دارند که شرکت تولید کننده کمپل پکتیکا از  پخته و پشم حیوانات برای ساخت کمپل استفاده می کند، شرکت برادران قالین بافی قاسمی نیز از پشم جهت ساخت کمپل استفاده می کند و شرکت تجارتی فیصل فهیم در بخش پروسس میوه و محصولات زراعتی کار می کند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت