د کرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۹:۳۶
د کرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اداري غونډه د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د اراضی ریاست عمومی رییس ملا عبدالرحمن رحمانی او د کرنې وزارت د سکتوري او خدماتو رییسانو په ګډون دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنې او مالدارۍ پر ودې ټینګار وکړ او ویې ویل:«کارپوهان او سکتوري رییسان دې باید په پنځو اساسي برخو، کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، طبیعي سرچینو او ځمکې ډېره پاملرنه وکړي».
مولوي عطاء الله عمري زیاته کړه: :« د کرنې په سکټور کې باید د مېوو، غلو دانو او سبو په برخه کې کار وشي او د مالدارۍ په برخه کې باید د څارویو د نسلونو په بدلون، د غوښې تولید، د وښو تولید او د شېدو تولید ته پاملرنه وشي.»
عمري زیاته کړه: :« د اوبو لګولو په برخه کې، موږ د چکدمونو جوړولو او موسمي اوبو کنټرول ته اړتیا لرو او د طبیعي سرچینو په برخه کې، موږ اړتیا لرو چې د ځنګلونو د ساتنې، بیا رغونې او د ځنګلونو اغېزمن کولو  لپاره لا زیات کار وکړو»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر په هېواد کې د کرنې، مالدارۍ، صنعت، سوداګرۍ او د هستوګنې ښارګوټو په برخه کې کار اړین وبلل تر څو په یادو برخو کې کار ووشي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ستونزو د حل، د پلانونو او طرحو وړاندې کولو او د ریاستونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه اوونیزه اداري غونډې جوړوي.

جلسه اداری وزارت زراعت برگزار شد
جلسه اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت و با اشتراک مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، ملا عبدالرحمن رحمانی رییس عمومی ریاست اراضی و رییسان سکتوری و خدماتی وزارت زراعت برگزار شد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این جلسه بر رشد زراعت و مالداری تاکید کرده گفت:«تمرکز بیشتر متخصصین و ریاست‌های سکتوری بر پنج نکته اساسی باشد، زراعت، مالداری، آبیاری، منابع طبیعی و اراضی».
مولوی عطاءالله عمری علاوه کرد:« در بخش زراعت کار روی میوه جات، غله جات، و سبزیجات صورت گیرد و در بخش مالداری تمرکز روی تغییر نسل حیوانات، تولید گوشت، تولید علوفه و تولید شیر  باشد.»
عمری افزود:« ما در بخش آبیاری نیاز به ساخت چکدم‌ها و کنترول آب‌های موسمی داریم و در بخش منابع طبیعی بیشتر روی حفاظت، احیا و مثمر سازی جنگلات کار شود.»
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری کار روی اراضی و مشخص ساختن ساحات برای زراعت، مالداری، صنعت، تجارت و شهرک‌های رهایشی در کشور مهم پنداشته است تا روی آن ها کار صورت گیرد.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور حل مشکلات، ارایه طرح ها و ایجاد هماهنگی میان ادارات جلسه اداری هفته وار را برگزار می‌نماید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت