هلمند کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې کړندي شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۵ - ۱۴:۴۹
هلمند کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې کړندي شوې

۵ وږی ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې کړندي شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه زیات تصدیق شوي میوه لرونکي او بې مېوې نیالګي چمتو شوي دي.

د ښاغلي الکو په خبره دغه نیالګي، چې په کې نارنج، لیمو، زردالو، شفتالو، الوچې، کړینګچ، پلم، انار، تاک، توت، سروه، مورفنګ، بېد، یوکلپټس، ناجو او داسې نور شامل دي ددې ولایت په نرسریو او قوریو کې روزل شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، د هلمند د کرنې ریاست په پام کې لري، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له لارې ځمکوالو او بڼوالو ته سږ کال هم مېوه لرونکي بڼونه جوړ کړي او د یادو بڼونو د اړتیا وړ نیالګي به له همدغو نرسریو څخه پېرل کیږي او پر بزګرو وېشل کیږي. 
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د هلمند د کرنې ریاست له خوا ځمکوالو او بڼوالو ته نږدې
۸۰۰ جریبه مېوه لرونکي بڼونه جوړ شول.
د هلمند د کرنې اداره هڅه کوي، چې هلمند کې بڼوالۍ ته وده او پراختیا ورکړي او هغه ونې ترویج کړي، چې په لنډ وخت کې مېوه نیسي او د ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

بازگشت