د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ ننګرهار کې ۱۹۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۴:۴۳
د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ ننګرهار کې ۱۹۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۷ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ننګرهار په څلورو ولسوالیو  شېرزاد،  سره رود،  رودات او خوږیانو  کې د « ډاکار مؤسسې» په همکارۍ ۱۹۰  تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول. 
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په خبره هرې ګټي اخیستونکې  ته ۳۰ قطعې کورني چرګان ، ۲۵۰  کیلو د چرګانو دانه ، څلور ابخوري او دانه خوري ورکړل شوي دي   .
محمد وویل د چرګانو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛  ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوي  د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۰:۲۹
Background image

ښورابک فرضي کرښې له لاري پاکستان ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت چارواکي وایي، چې د ښورابک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او امنیتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

بازگشت