د کابل سروبي کې د واورې او باران د اوبو مدیریت په موخه  ٢٠ پروژې پلي کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۰:۲۲
د کابل سروبي کې د واورې او باران د اوبو مدیریت په موخه

۴ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې و لایت د سروبي په ولسوالی کې د ناروې کمېټې په همکارۍ د واورې او باران د اوبو مدیریت په برخه کې ٢٠ پروژې پلي کېږي.
دغه پروژې، چې د چینو او د ځمکې لاندې اوبو د پياوړي کولو په موخه پلي کېږي،  ٣٢٠٠ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
دغه راز د ناروې کمېټې له خوا د خوړنو اوبو او سېلابونو د ځیانونو مخنیوی په پار د سروبي ولسوالی د ١١ کلیو پر او سیدونکو ګبیون وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره ددغو ګبیونونو د وېش موخه د سېلابونو مخنیوی دی، چې ډېر ژر به د دې ولسوالی په ٩ نورو کلیو هم ووېشل شي.
په ټولیزه توګه په دې ولسوالی کې  ۱۴۶۲۰ کیلوگرامه ګبیون وېشل کېږی، چې ور سره د خلکو کروندې او کورونه خوندي شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت