د ایران د بوټې ژغورنې  ادارې له چاراکو سره د کرنې وزارت د تخنیکی ټیم کتنه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۰:۴۹
د ایران د بوټې ژغورنې  ادارې له چاراکو سره د کرنې وزارت د تخنیکی ټیم کتنه

۲ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
ایران ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري، د سفر په ترڅ کې د کرنې وزارت د بوټې ژغورنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم او د مقام تخنیکي سلاکار میرویس خوږیاڼی د ایران هېواد د بوټې ژغورنې ادارې له چارواکو سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په لارښوونه، تخنیکي ټیم د کرنې وزارت د بوټې ژغورنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم او د مقام سلاکار میرویس خوږیاڼي په شتون کې د ایران د بوټې ژغورنې ادارې له چارواکو سره د تخنیکي خبرو اترو تر سره کولو په موخه وکتل.
په دې کتنه کې د ایران د بوټې ژغورنې چارواکو د آفاتو او ناروغیو د کنټرول په موخه د لابراتوارونو  فعالول، د عضوی سرو جوړلولو، د صحرایي ملخانو مشترک کنترول، د قرنطین سټیشنونو د معیاري کول، د قرنطین د څانګې د انلاین سندونو سیسټم فعالول، د کرنیزو درملو او کیمیاوی سرو د واردولو او صادرولو د کارمندانو په وړتیا لوړولو او نورو تخنیکي څانګو کې د کرنې وزارت له چارواکو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د کرنې وزارت تخنیکي ټیمونو ته به په یادو برخو کې لنډ مهاله او اوږد مهاله روزنیز کورسونه برابر کړي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د بوټې ژغورنې رییس عتیق الله مسلم  د کرنیزو محصولاتو د روغتیا په بېلابېلو تخنیکي برخو د بحث په ترڅ کې د ایران د بوټې ژغورنې له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د لابراتوارونو د تجهیزاتو او تاسیساتو په ترمیم کې همکاري وکړي، چې د ایراني چارواکو له خوا ومنل شو.
دغه راز د افغانستان د کرنې وزارت تخنيکي ټيم د ایران هېواد د چمتووالي هرکلى وکړ او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د قوانينو په چوکاټ کې د ايران له اسلامي جمهوريت او د دغه هېواد له پانګوالو سره هر ډول تعامل او همکارۍ ته چمتو دي.

دیدار تیم تخنیکی وزارت زراعت با مسوولان سازمان حفاظه نباتات ایران
۲ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
در جریان سفر مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، انجینر عتیق الله مسلم رییس حفاظه نباتات و میرویس خوگیانی مشاور تخنیکی مقام وزارت زراعت با مسوولان اداره حفاظه نباتات ایران دیدار کردند.
به اساس هدایت مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان تیم تخنیکی با حضور انجینر عتیق الله مسلم رییس حفاظه نباتات وزارت زراعت و میرویس خوگیانی مشاور تخنیکی وزیر زراعت جهت انجام بحث های تخینیکی با مسوولان سازمان حفاظه نباتات  ایران دیدار کردند.
در این دیدار مسوولان سازمان حفاظه نباتات ایران در بخش‌های فعال سازی لابراتوارها جهت کنترول امراض و آفات نباتی، ساخت کود عضوی، کنترول مشترک ملخ‌های صحرایی، معیاری سازی مراکز قرنطین استیشن، آنلاین سازی سرتفیکیت‌های قرنطینی، واردات و صادرات کود کیمیاوی و ادویه های زراعتی، بلند بردن ظرفیت کارمندان و سایر بخش‌های تخنیکی تعهد همکاری را با مسوولان وزارت زراعت سپرده و اطمینان دادن که برای تیم‌های تخنیکی وزارت زراعت افغانستان در بخش‌های متذکره دوره‌های کوتاه مدت و درازمدت آموزشی را فراهم می‌نمایند.
در همین حال انجینر عتیق الله مسلم رییس حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت ضمن بحث در بخش‌های مختلف تخنیکی صحی بودن محصولات زراعتی از مسوولان سازمان حفاظه نباتات و قرنطین ایران خواست تا در قسمت ترمیم وسایل و امکانات لابراتواری افغانستان همکاری نمایند که از جانب مقابل پذیرفته شد.
که در ادامه تیم تخنیکی وزارت زراعت افغانستان از ابراز آماه گی طرف مقابل استقبال کرده و اطمینان دادن که در چارچوب  قوانین و مقرارت امارت اسلامی افغانستان آماده هرنوع تعامل و همکاری با جمهوری اسلامی ایران و سرمایه گذاران آن کشور می‌باشند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت