کونړ کې د چرګانو روزنې ټولنه جوړه شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۵:۱۵
کونړ کې د چرګانو روزنې ټولنه جوړه شوه

۱ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
دکونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هدایت پر اساس په دې ولایت کې د چرګانو روزنې ډ تولنې مدیره پلاوي وټاکل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شيرآقا( پيرحبيب الرحمن)، د مالدارۍ خدماتو او څارويو د  روغتيا امر ډاکتر ګل الرحمن حنانزی، د مالدارۍ عمومي مدير ډاکټر نورالدين سادات  او د چرګانو د ټولنې رییس ګډون درلود.
په دې غونډه کې د کونړ دکرنې رییس مولوی شیراقا (پیرحبیب الرحمن) د چرګانو روزنې سکټور ټولو چاراکو ته دهرراز همکاریو د ډاډ ترڅنګ وویل، چې د چرګانو روزنې د سکټور پراختیا لپاره هر ډول مرستې او هکارۍ ته چمتو دي، او په هر حال کې به چاته اجازه ورنکړي، چې د چرګانو روزنې سکټور دې زیانمن کړي.
په دې غونډه کې د چرګانو روزنې د ټولنې مدیره پلاوي تر ټاکلو وروسته ددې سکټور پر وړاندې پر شته ستونزو د خبرو اترو ترڅنګ ددغو ستونزو د حل په پار د چارواکو ترمنځ نظرونه او وړاندیزونه هم شریک شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت