دکرنې او مالدارۍ مرستیال د خوست دکرنې رییس او کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۵:۱۰
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د خوست دکرنې رییس او کارکوونکو سره وکتل

۱ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثمانی خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې رییس مولوی محمدزمان عمري او د یاد ریاست له کارکوونکو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او ننګونې واورېدې.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ددې کتنې په ترڅ کې د یاد ریاست کارکوونکو ته د کرنې او مالدارۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او یاد سکټور یې د هېواد د پراختیا او ځآن بسیاینې په پآر ډېر اړین وبلل.
ښاغلی عثماني دخوست دکرنې ریاست له کارکوونکو وغوښتل، چې په شتمه امکاناتو سره دې د هېواد زورېدلی ولس ته ارزښتناکه او بنسټیزې چارې ترسره کړي او هغه چارو ته دې لومړیتوب ورکړي، چې ولسونه یې له ستونزو سره مخ کړي دي مولوی صدر اعظم عثماني وویل: «له تاسو نه مې غوښتنه داده، چې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو تولید، د میکانیزه کرکیلې ترویج، د مالدارۍ سکټور د ودې او پراختیا او د نباتي او حیواني ناروغیو د مخنیوی او کنټرول په برخه کې جدي هلې ځلې وکړئ، چې ورسره د بزګرانو او مالدارانو ستونزې هوارې شي.»
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني دغه راز ددې سفر په ترڅ کې خوست کې د سکټورې غونډې پرمهال د اړوندو مؤسسو له چاراکو سره وکتل او له دوی څخه یې وغوښتل، چې داسې پروژې دې پلان کړي، چې ولس لپاره د اقتصادي پیاوړتیا لامل شي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د خوست ولایت د بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو د ستونزو معلوملو، ددې ولایت له سیمه یززو چارواکو او بزګرانو سره د لیده کاته په پار خوست ولایت ته سفر کړی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت