دننګرهار څېړنیز فارم سره د مېوو او جوارو تخمونو تولید په برخه کې مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۱۳:۱۹
دننګرهار څېړنیز فارم سره د مېوو او جوارو تخمونو تولید په برخه کې مرسته وشوه

۳۱ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې هلال هډوال کرنیز شرکت د جوارو او مېوو اصلاح شوي تخمونو تولید په منظور د کرلو او هرزه بوتو د کنترول درملو مرسته وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل هلال هډوال کرنیز شرکت د اته جریبه ځمکي لپاره د جوارو ژر رسه  او دوه جریبه مېوو اصلاح شوی تخمونو د کرلو، کیمیاوي سرو او د هرزه بوټو د کنټرول درملو مرسته وکړه.
دغه راز محمد وایې د فارم د هرزه بوټوکنټرول او په  یاده ځمکه د ټولو کرنیزو چارو لګښت هم هلال هډوال کرنیز شرکت پري کوي.
د ننګرهار څېړنیز فارم چې په ۵۰ جریبه ځمکه جوړه شوې،  اوسمهال پکې د جوارو سربېره پر شولو، مېوو او سویابینو بېلابېلې تجروبې روانې دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت