ایران ته د کرنې وزیر سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۱:۳
ایران ته د کرنې وزیر سفر

۳۰ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ایران د اسلامي جمهوریت د بلنې په اساس، د کرنې په برخه کې د ایران او افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران هېواد ته سفر وکړ.
دغه سفر د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو د زیاتولو په موخه د ایران د اسلامي جمهوریت د بلنې په اساس ترسره شوی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر به په دغه سفر کې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د څېړنې، ترویج، مالدارۍ، حیواني روغتیا، د قرنطین مرکزونو او دکرنې وزارت د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړې.

سفر وزیر زراعت به کشور ایران 
۳۰ اسد ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در رائس یک هیئت به اساس دعوت کشور جمهوری اسلامی ایران به هدف تقویت روابط  ایران و افغانستان در بخش زراعت، به کشور ایران سفر کرد.
این سفر به اساس دعوت جمهوری اسلامی ایران جهت تقویت روابط و بیشترسازی همکاری‌ها در بخش زراعت و مالداری میان افغانستان و ایران انجام شده است.
 در جریان این سفر قرار است  وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با مقامات بلندپایه  جمهوری اسلامی ایران دیدار کرده و پیرامون بیشتر سازی همکاری‌ها میان دو کشور در بخش‌های ترویج، تحقیق، مالداری، صحت حیوانی، قرنطین استیشن و ارتقای ظرفیت کارمندان زراعت بحث و تبادل نظر صورت گیرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت