پکتیا ک ې پر ۱۱۶ بڼوالو د بڼوالۍ توکي وېشل کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۵:۱۱
پکتیا ک ې پر ۱۱۶ بڼوالو د بڼوالۍ توکي وېشل کېږي

۲۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سولی ریښې همکارې مؤسسې لخوا د مرکز ګردیز په ګډون زرمت، احمدآبا، سیدکرم او ځاځي اریوب ولسوالیو کې ۱۱۶ بڼوالو ته د بڼوالۍ توکو د وېش لړۍ پیل شوی.
د دغو توکو په وېش غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمر انجنیر عبدالله حلیمزی، د بڼوالۍ مدیر سنګرمل جلالي، د یادې مؤسسې مسئول، او بڼوالو ګډون کړي و.
د یادې مؤسسې مسئول وویل، چې یاد توکې پر هغو بڼوالو وېشل کېږي، چې د کرنې ریاست په همکارۍ له دې وړاندې بڼونه ورکړل شوی و اوس مهال یې د ښاخبرۍ وسائلو لړۍ پیل شوه او وایي، چې په یادو توکو کې د ښاخبرۍ یو دانه قیچې، یو دانه د ښاخبرۍ اره او یو دانه سوان شامل و.
ورپسې د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر بڼوالو ته د یادو توکو د استعمال په اړه لازمې لارښوونې وکړې او په پای کې یی د کرنې په برخه کې د سولې ریښې مؤسسې له کړنو او فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ د دایمي همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت