دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست اړوندو څانګو کې د ښې همغږۍ په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۰:۳۸
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست اړوندو څانګو کې د ښې همغږۍ په پار غونډه دائره شوه

۲۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
په هغه غونډه کې چې د ځمکو رياست لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني په مشرۍ جوړه شوې وه د استملاک او بیا مېشتدنې او د جیودیزۍ او کدستر عمومي ریاستونو په ګډون د دغه څانګو تر چتر لاندې ریاستونو د کابل ولايت د اراضي ریاست د حفظ اومراقبت، حاضرۍ او د معلوماتي تکنالوژۍ څانګو مسوولین هم ګډون درلود. 
د اراضۍ ریاست د جیودیزۍ او کدستر عمومي رییس مولوي سعید الرحمن مظهري او د استملاک او بیا مېشتدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري په خپل وار خپل د څانګو وړاندیزونه او ستونزې د اراضۍ ریاست له مشرتابه سره شریکې کړې.
د یادو ریاستونو مسوولين په خپلو څانګو کې د پرنټرونو او پلاټرونو د رنګونو نشتون، نور متقاضي اداراتو ته د نقشو چاپ، د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت ریاست چې کارونه يې تر اوسه په ټپه ولاړ دي، همدارنګه د یو شمېر کارکوونکو اضافه کاري، د نوي ګمارل شوي کارکوونکو لپاره د هېواد په زونونو کی د ظرفیت د لوړوالي په پار روزنیز ورکشاپونه، د تصفیې ریاست کارکوونکو ته د دفترونو نشتوالۍ او په ولاياتو کې په تخنیکي آرشيفونو کې د اسنادو بررسي يې د دغو څانګو له ستونزو وبلل.
ورپسې د اراضی ریاست لوی رئیس ښاغلۍ ملا عبدالرحمن رحماني د ریاستونو د مسوولینو د خبرو له اورېدو وروسته د څانګو له مسوولينو څخه وغوښتل ترڅو خپل وړانديزونه دې په رسمي بڼه د اراضی ریاست مقام ته وړاندې کړي همدارنګه د ځمکو رياست مشر د عمومي رياستونو له مسوولینو وغوښتل تر څو په تخنیکي آرشيفونو کې د اسنادو د بررسئ او د نوي کمارل شوي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په موخه دې یو موظف هیئت د هېواد زونونو او ولاياتو ته واستول شي. 
ښاغلي رحماني زیاته کړه، په هغو څانګو کې چې تر اوسه بستونه یې خالي پاتې دي نو ژر تر ژره دې مسلکي او تجربه لرونکي کارکوونکي ورته پېشنهاد او په دغو بستونو کې په دنده وګمارل شي. 
په پای کې د اراضۍ رياست مشرتابه د دغه رياست ټولو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل تر څو د خپلو څانګو په ټولو برخو کې په جدي توګه هڅې وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت