میدان وردګو کې دلسو کوچنیو پروژو  چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۳:۵۸
میدان وردګو کې دلسو کوچنیو پروژو  چارې پیل شوې

۲۳ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د افغانستان لپاره د راتلونکو نسلونو  مؤسسې په تخنیکي مرسته  او د  خوړو او کرنې نړیوالې ادارې په مالي همکارۍ دمیدان وردګو نرخ ولسوالی کې د لسو کوچنیو پروژو چارې پیل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د نرخ ولسوالی ولسوال  مولوی محمدجان محمدي، د افغانستان لپاره د راتلونکو نسلونو  مؤسسې مرکزي او ولایتي مسؤلینو، د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست استازی، د اقتصاد ریاست استازي،د مختلفو ادارو استازو د اقچې او ده خرقې د کلیو لسګونو سپین ږیرو، ملکانو، متنفذینو او عامو خلکو  ګډون درلود.
د چارواکو په خبره په دغو پروژو کې د ګودر ،حوض، کاریزونو  چکدمونو او ټرینچونو جوړول  شامل دي، چې ۱۶۸۰ کسانو ته په کې د کار زمینه  برابره شوې ده او په بشپړېدو سره يې ٦١١ هکتاره ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راولي .
ددې پروژې په ترڅ کې  کارګرانو ته د کار په بدل کې هر نفر ته د ٢٠ ورځو په لړ کې د ١٠٠ ډالرو معادل نغدې  افغانۍ ورکول کېږي.
د میدان  ولایت کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو په دې ولایت کې د اوبو مدیریت، د بزګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او خلکو ته د کارونو د برابرولو برخه کې لاهم خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ترڅو د دې ولایت په کرنیزه برخه کې د پام وړ بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت