ننګرهار کې ۲۰ زره څارویو ته د واکسینونو پلي کولو لړۍ پیل شوی

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۳:۲۶
ننګرهار کې ۲۰ زره څارویو ته د واکسینونو پلي کولو لړۍ پیل شوی

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارې ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې په ۱۳ ولسوالیو کې وړو شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون پر وړاندې د اکسینونونو پلي کولو لړۍ پیل شوی دی.
د ننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د هالینډ کمیټې له لورې د ننګرهار په دره نور،  حصارک،  شېرزاد،  خوږیانو،  سره رود،  پچیراګام،  رودات،  هسکه مېنه،  کوټ،  اچین، نازیان،  شینوارو او دور بابا ولسوالیو کې ۲۰ زره دوزه واکسینونه وړو شخوند وهوونکو څارویو ته پلي کېږي. 
د ننګرهار دکرنې رییس وایې یاد واکسینونه په وړو څارویو کې د ناروغیو مخنیوي او د څارویو لرونکو اقتصادي ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي. 
وړاندې تر دي هم د هالینډ کمیټې له لورې دننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې زرګونه څارویو ته د طاعون واکسینونه تطبیق کړي؛ او په راتلوونکي کې به هم یاد واکسینونه تطبیق شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت