د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار ولایت له کانال  ریاست څخه لیدنه وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۳:۱۷
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار ولایت له کانال  ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۳ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي چې د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر کړی، د ننګرهار د کانال له ریاست څخه لیدنه وکړه او له چارواکو سره یې خبرې وکړې.
لومړی د ننګرهار ولایت د کانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د ننګرهار د کانال د سیمې په هکله  مالي او ادارې مرستیال ته معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: « په تېرو څلوېښتو کلونو کې د بېلا بېلو دلايلو له امله د ننګرهار ولایت د کانال ریاست ځمکې د خلکو لخوا غصب شوې دي. ډېری خلک د ځمکې غصب مخنیوی کمیسیون پرېکړې نه پلي کوي او غصب شوي ځمکې بېرته نه راګرځوي.» 
ورپسې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ د نوي فرمان په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل: «د دولت ځمکې بیت المال دي، هیڅوک د ځمکې د غصب کولو حق نلري او هغه څوک چې د امارت ځمکه یې غصب کړې باید امارت ته یې بېرته ورکړي او که نه نو له دوی سره به قانوني چلند وشي ترڅو ځمکه بېرته اصلي مالک یعني امارت ته ورکړل شي.»
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنې وزارت د اطلاعاتو، عامه پوهاوي رییس او ویاند مولوي مصباح الدین مستعین، د ننګرهار ولایت د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد او د کرنې وزارت یو شمېر مسوولینو حضور درلود.

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از  ریاست کانال ولایت ننگرهار
۲۳ اسد ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که در رائس یک هیئت به ولایت ننگرهار سفر کرده است از  ریاست کانال ولایت ننگرهار بازدید کرده و با مسوولان آن گفتگو کرد. 
در نخست  مولوی غلام الرحمن کظیم ریس کانال ولایت ننگرهار به معین مالی و اداری پیرامون اراضی ساحه کانال ننگرهار معلومات ارایه کرده افزود" زمین ریاست کانال ولایت ننگرهار در چهل سال گذشته به بهانه های گوناگون از طریق مردم غصب شده و اکثریت مردم فیصله‌های کمیسون جلوگیری از غصب را در مورد زمین های تطبیق نمی کنند و زمین‌های غصب کرده را  استراد نه می‌کند. 
سپس مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بر جدید اوامر رهبری امارت اسلامی افغانستان مبنی بر بازپس گیری زمین های غصب شده تاکید کرده گفت: "زمین دولت مال بیت المال است هیچ شخص حق تصرف زمین را ندارد و کسانی که زمین امارتی را غصب نموده  اند باید آن را دوباره به امارت تسلیم نمایند  و در غیرآن برخورد قانونی با آنها صورت می‌گرد تا دوباره زمین به مالک اصلی آن یعنی امارت سپرده شود".
در جریان این دیدار مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت، مولوی عبدالستار محمد رییس زراعت ولایت ننگرهار و شماری از مسوولان وزارت زراعت حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت