د کرنیزو تخمونو د تولید د تخنیکي بورډ غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۳:۱۵
د کرنیزو تخمونو د تولید د تخنیکي بورډ غونډه دائره شوه

په ټول هیواد کې د کرنیزو تخمونو د راټولولو سره سم د تخمونو د تولید د تخنیکي بورډ غونډه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ په معینیت کې د تخمونو د تولید شرکتونو او د کرنیزو څیړنو د ریاست او د اړوندو ادارو د مسوولینو په ګډون دائره شوه. 
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثمانی په دې غونډه کې وویل: «د کرنیزو تخمونو اصلاح، وېش، ترویج او تصدیق د کرنې وزارت له مهمو موخو څخه دي، دغه تخم چې د شرکتونو او یا د کرنیزو څیړنو له خوا تولیدېږي باید معیاري او د چاپېریال د اقلیم او خاورې سره مطابقت ولري، ترڅو بزګران زیانمن نه شي.»
په دې غونډه کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ریاست مسوولینو د خپلو ارزونو پایلې ګډونوالو ته وړاندې کړل، چې په اړه یې د بورډ غړو، څارونکو او د کرنیزو تخمونو د تولید سکتور متخصصینو لخوا هراړخیزې خبرې وشوې. په پایله کې د کرنیزو تخونو د تصدیق ریاست له خوا د ترسره شوې ارزونې پایلې ومنل شوې او پر بنسټ یې د هېواد له بېلابېلو زونونو څخه د ۷۰ ارزول شویو شرکتونو له ډلې څخه ۳۰ شرکتونو ته د کرنیزو تخونو د تولید اجازه ورکړل شوه.
د منظور شوو ۳۰ شرکتونو له ډلې څخه ۵ شرکتونه په مرکزي زون کې، ۷ شرکتونه په شمال ختیځ زون کې، ۶ شرکتونه په لویدیځه حوزه کې، ۵ شرکتونه په شمال زون کې، ۳ شرکتونه په سویل لویدیځه حوزه کې او ۳ شرکتونه په سویل ختیځ زون کې دي. په ختیځ زون او همدا ډول د دې شرکت یو شرکت په بامیان ولایت کې موقعیت لري.
مولوی صدر اعظم عثمامي د یادو کرنیزو تخمونو په تولید کې د شرکتونو له خوا پر پانګونې د ټینګار ترڅنګ وویل: «د کرنیزو تخمونو بنسټیزه څېړنه او اصلاح باید د عمل په ډګر کې وکتل شي، نه دا چې د کاغذ پر مخ پاتې شي او په معیاري بڼه تولید شي، ترڅو بزګرانو، خلکو او سوداګرو لپاره ګټور تمام شي.»
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د کرنیزو تخمونو د توليد ١٠٣ شرکتونه شتون لري. د دې تر څنګ د تخمونو د تولید دولتي شرکت او د کرنیزو څېړنو د انستیتوت عمومي ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تخمونو د تولید چارې پرمخ وړي.

جلسه بورد تخنیکی تولید تخم‌های بذری برگزار شد
هم‌زمان با جمع‌آوری تخم بذری درسراسر کشور، جلسه بورد تخنیکی تولید تخم‌های بذری به‌منظور بررسی نتایج ارزیابی شرکت‌های تولید کننده تخم بنیادی با اشتراک مسوولان ریاست تحقیقات زراعتی و ادارات ذیربط در وزارت زراعت، برگزار شد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این جلسه پیرامون اهمیت تخم‌های بذری و ایجاد سهولت‌ها جهت سرمایه گذاری و رشد دهی سکتور خصوصی صحبت کرده علاوه کرد:«اصلاح، توزیع، ترویج و تصدیق تخم‌های بذری از اهداف عمده وزارت زراعت می‌باشد، این تخم که توسط شرکت‌های و یا تحقیقات زراعتی تولید می‌شود باید معیاری و مطابق به اقلیم و خاک سازگار محیط باشد تا دهاقین متضرر نشوند».
در این جلسه از سوی مسوولان ریاست تصدیق دهی تخم‌های بذری نتایج ارزیابی‌های شان برای حاضرین پیشکش گردید که از سوی اعضای بورد، ناظرین و متخصصین سکتور تولید تخم‌های بذری بحث همه جانبه بالای آن صورت گرفت و در نتیجه نتایج ارزیابی انجام شده از سوی ریاست تصدیق دهی تخم‌های بذری پذیرفته شد و بر اساس آن در سطح کشور از جمع ۷۰ شرکت ارزیابی شده از زون‌های مختلف کشور ۳۰ شرکت آن اجازه تولید تخم‌های بنیادی را دریافت کردند.
که از جمع ۳۰ شرکت تایید شده ۵ شرکت آن در زون مرکزی، ۷ شرکت آن در زون شمال شرق، ۶ شرکت آن در زون غرب، ۵ شرکت آن در زون شمال، ۳ شرکت در زون  جنوب غرب، ۳ شرکت آن در زون شرقی و همینگونه یک شرکت آن در ولایت بامیان موقعیت دارد.
مولوی صدراعظم عثمانی ضمن تاکید بر سرمایه گذاری در بخش تولید تخم‌های بذری توسط شرکت‌ها گفت:« تحقیقات و اصلاح‌تخم بذری بنیادی در میدان عمل باید دیده شود نه اینکه در کاغذ باقی بماند و به‌شکل معیاری تولید شود تا مفید برای دهاقین، مردم و تجاران واقع شود».
قابل یاد آوری می باشد که در حال حاضر در سطح کشور در زون های مختلف ۱۰۳ شرکت تولید تخم‌های بذری فعالیت دارد. که در کنار آن شرکت تولید تخم‌های بذری دولتی و ریاست عمومی انستتیوت تحقیقات زراعتی فعالیت‌های تولید تخم بذری را در ولایت‌های مختلف کشور به پیش می‌برند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت