د کرنیزو تخمونو د تولید د تخنیکي بورډ غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۲:۵۵
د کرنیزو تخمونو د تولید د تخنیکي بورډ غونډه دائره شوه

۱۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
په ټول هیواد کې د کرنیزو تخمونو د راټولولو سره سم د تخمونو د تولید د تخنیکي بورډ غونډه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ په معینیت کې د تخمونو د تولید شرکتونو او د کرنیزو څیړنو د ریاست او د اړوندو ادارو د مسوولینو په ګډون دائره شوه. 
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثمامی په دې غونډه کې وویل: «د کرنیزو تخمونو اصلاح، وېش، ترویج او تصدیق د کرنې وزارت له مهمو موخو څخه دي، دغه تخم چې د شرکتونو او یا د کرنیزو څیړنو له خوا تولیدېږي باید معیاري او د چاپېریال د اقلیم او خاورې سره مطابقت ولري.»
مولوی صدر اعظم عثمامي د یادو کرنیزو تخمونو په تولید کې د شرکتونو له خوا پر پانګونې د ټینګار ترڅنګ وویل: «د کرنیزو تخمونو بنسټیزه څېړنه او اصلاح باید د عمل په ډګر کې وکتل شي، نه دا چې د کاغذ پر مخ پاتې شي او په معیاري بڼه تولید شي، ترڅو بزګرانو، خلکو او سوداګرو لپاره ګټور تمام شي.»
په تخنیکي بورډ کې د تخمونو د تولید شاوخوا اویا شرکتونه ټاکل شوي ول، چې له دې ډلې څخه یوازې ۳۰ شرکتونو د انتخاب او تولید معیارونه پوره کړي دي او دا مهال د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د کرنیزوتخمونو د تولید ۲۶ شرکتونه فعالیت کوي.

جلسه بورد تخنیکی تولید تخمهای بذری برگزار شد
۱۹اسد ۱۴۰۲ هـ.ش
هم‌زمان با جمع‌آوری تخم بذری در سراسر کشور، جلسه بورد تخنیکی تولید تخم بذری با شرکت‌های تولید کننده تخم بنیادی و ریاست تحقیقات زراعتی و مسوولان ادارات ذیربط در معینیت زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این جلسه گفت:«اصلاح، توزیع، ترویج و تصدیق تخم‌های بذری از اهداف عمده وزارت زراعت می‌باشد، این تخم که توسط شرکت‌های و یا تحقیقات زراعتی تولید می‌شود باید معیاری و مطابق به اقلیم و خاک سازگار محیط باشد تا دهاقین متضرر نشوند».
مولوی صدراعظم عثمانی ضمن تاکید بر سرمایه گذاری در بخش تولید تخم‌های بذری توسط شرکت‌ها گفت:« تحقیقات و اصلاح‌تخم بذری بنیادی در میدان عمل باید دیده شود نه اینکه در کاغذ باقی بماند و به‌شکل معیاری تولید شود تا مفید برای دهاقین، مردم و تجاران واقع شود».
در بورد تخنیکی نزدیک به هفتاد شرکت تولید تخم بذری انتخاب شده بودند که از این میان تنها ۳۰ شرکت آن انتخاب و معیارهای تولید را پوره نموده اند در حال حاضر ۲۶ شرکت تولید تخم بذری بنیادی در زون های مختلف کشور فعالیت دارد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت