د کرنې وزیر د انجې له سوداګرو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۲:۷
د کرنې وزیر د انجې له سوداګرو سره وکتل

۱۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د هېواد د انجې له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
دغه سوداګر چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه دکرنې وزارت ته راغلي وو، د کرنې له وزير سره يې په تکتانې، عشر او نورو برخو کې خپلې ستونزې مطرح کړل او له کرنې وزارت څخه يې د حل غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د کرنې وزیر د یادو سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته له هغوی وغوښتل، چې په هېواد کې د انجې د تولید، پروسس، ترویج، څېړنې او صادراتو د برخې معیاري کولو لپاره هڅې وکړي او همدارنګه د کرنې وزیر له یادو سوداګرو څخه وغوښتل، چې د انجې د تولید، پروسس او صادراتو د همغږي کولو په پار دې د انجې سوداګرو ملي ټولنه جوړ کړي، دغه ټولنه وکولای شي د کرنې وزارت سره په همغږۍ د بزګرانو او سوداګرو ستونزې په ګډه حل کړي.
د کرنې وزیر د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د انجې دکرکیلې د پراختیا په اړه خبرې وکړې او د کاري چاپېریال د رامنځته کېدو او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یې د هغې پر لا پراختیا ټینګار وکړ.

دیدار وزیر زراعت با تاجران هنگ 
۱۹ اسد ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با شمار از تاجران و سرمایه گذاران هنگ در کشور دیدار کرده و مشکلات شان را استماع نمود.
این تاجران که از ولایت‌های مختلف کشور به وزارت آمده بودند مشکلات‌شان را در بخش تکتانه، عشر و سایر بخش‌ها با وزیر زراعت بیان کرده و خوستار حل آن از سوی وزارت زراعت شدند.
در همین حال وزیر زراعت پس از استماع مشکلات تجار متذکره از آنها خواست که جهت معیاری سازی  تولید، پروسس، ترویج، تحقیق و صادرات هنگ در کشورتلاش نمایند همچنان وزیر زراعت به منظور انسجام امور تولید، پروسس و صادارت هنگ خواستار ایجاد  یک اتحادیه ملی تاجران هنگ شد که آن اتحادیه بتواند به گونه جمع در هماهنگی با وزارت زراعت مشکلات دهقانان و تاجران را حل نماید.
وزیر زراعت از رشد هنگ در ولایت‌های مختلف کشور سخن زده و تاکید بر رشد دهی بیشتر آن به منظور ایجاد زمینه کاری و بلند بردن اقتصاد کشور کرد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت