د کندهار دکرنې ریاست: قصابان باید د دامان ولسوالی په مسلخ کې حلاله وکړي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۱:۴۴
د کندهار دکرنې ریاست: قصابان باید د دامان ولسوالی په مسلخ کې حلاله وکړي

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  دحیواني ورغتیا لوی مدیر ډاکټر محمد فهیم عتیق په مشرۍ پلاوی ددې ولایت په دامان ولسوالی کې دکرنې وزارت له خوا جوړه شوې مسلخ څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې ددې ولسوالی ټول قصابان مکلف دي، چې خپل څاروي په همدې مسلخ کې ذبح او تر روغتیایي تایید وروسته یې په خپلو هټیو کې وپلوري.
ددې لیدنې په ترڅ کې د نورو چارواکو ترڅنګ د کندهار د قصابانو مشر هو حضور درلود. دوی ژمنه وکړه،چي د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ امریت لخوا ورته ابلاغ شوي اصولو ته غاړه ږدي.
ددې لیدنې په ترڅ کې دغه راز د کندهار دکرنې ریاست د حیواني روغتیا لوی مدیر ډاکټر محمدفهیم عتیق له خوا ددې مسلخ د کارکوونو ستونزې وارېدل او اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په ورته وخت کي دکندهار دامان ولسوالی کې د نوي مسلخ مسؤل دارو خان میوندي وویل:«ځاي تازه جوړ شوی، قصابان ناخبر دي او یا هم ګڼ شمېر قصابان خپل سري کوي، نو ځکه خو يې کارونه ټکني دي».
نوموړي وايي، د ښاروالۍ او کرنې ریاستونو سره يې ستونزه شریکه کړې او دحل په موخه يې کار روان دي، ترڅو ټول قصابان راشي او دلته همدې مسلخ کې خپل څاروي حلال کړي،ځکه بل ځاي کي ورته د ذبحې اجازه نه ورکړل کېږي.
همداراز د کندهار د قصابانو مشر حاجي الله ګل قصاب وویل، چې په کندهار کي ټولټال ۳۳۰ قصابۍ فعالیت لري، چاري يې تر بل هر وخت منظم شوي، د غوښو نرخونه ټیټ شوي او لاهم دوی د نرخونو د ټیټېدو په لټه دي، نظافت ته هم تر بل هر وخت ښه پاملرنه شوې او تر ډېره قصابیانو ته منظم دوکانونه جوړ شوي او د غیري مسلکي قصابیانو مخه نیول شوې.
نوموړي زیاتوي ستونزې شته،خو دوی يې د حل کېدو په لټه دي.
دکندهار دکرنې ریاست د حیواني روغتیا عمومي مدیر ډاکټر محمدفهیم عتیق وویل،د قصابیانو په برخه کي تر ۸۰ سلنه اصول مراعت شوي، هغه کسان چې د مسلخ پر ځای خپلو دوکانونو کې څاروي ذبح کوي دوي يې تر ډېره مخه نیولي او پاته نورو ته يې د وروستي ځل لپاره خبر ورکړ،چي حیوانات باید د دامان ولسوالی د اهلي حیواناتو په مسلخ کي ذبحه او ټاپه کړي.
ښاغلی عتیق زیاته کړه، چې د دوی د ادارې  لخوا د امنیتي ځواکونو په همکارۍ د درېو میاشتو په لړ کي ۵۷راسه مړه حیوانات نیول شوي او تر خاورو لاندې شوي او مسؤلین يې د حکومت منګولو ته سپارل شوي.
نوموړي دکندهار ښاریانو ته سپارښتنه وکړه، جې د هیڅ یو حیوان غوښي دي بېله ټاپې څخه نه رانیسي او که کوم چا دغه ډول کسان ولیده مسؤلین دي پرې خبر کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

«حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پروګرام له لارې د کرنې وزارت یو کلن لاسته راوړنې وړاندې شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د ننګرهار کوټ کې د ډواني عمرخېل کانال د پاک‌کارۍ چارې په چټکۍ روانې؛ ۱۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالی د ډواني عمرخېل کانال د پاک‌کارۍ چارې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د افغانستان د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

بازگشت