خوست کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هلې ځلې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۱:۳۱
خوست کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هلې ځلې

۱۸ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
 د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولایت کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختيا په پار هڅې پیل کړي دي.
په همدې موخه د خوست د کرنې ریاست چارواکو ددې ولايت ګربز ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی له چارواکو، قومي مشرانو او یوشمېر اوسیدونکو سره د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختيا په پار  خبرې وکړې.
د خوست د کرنې ریاست چارواکو د ددې ولسوالی له خلکو او چارواکو وغوښتل،چې د ځنګلونو د ساتنې او پراختيا په برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي.
په همدې حال کې، ګربز ولسوالی قومي مشرانو په یاده برخه کې د هرډول همکاریو ډاډ څرګند کړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت