هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې ٥٦مه  غونډه  دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۱:۲۹
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې ٥٦مه  غونډه  دائره شوه

۱۸ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوی خپله ٥٦ نوبتي غونډه ترسره کړه، چي پکې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تعقیب او څار رییس مولوي عبدالجبار هجرت، د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي، د لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني، هلمند مستوفي ملاحمیدالله رابط، د کور او ښار جوړولو چارو رییس مولوي نیک محمد معتصم، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي رحیم الله مخلص،  د امنیې قوماندانۍ استازی ملا عبدالرحمن طلحه ، د قضایای امارت امر مولوي عبدالقاهر عاصم، د ځمکو آمریت استازی انجنیر حامد رسولي  او نورو غړو هم حضور درلود.
په پیل کې تخنیکي پلاوی د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو استرداد کمېسیون لخوا راغلي هدایتونه، د شیخ صاحب حفظه الله ٥ ګڼې فرمانونه او احکامونه د بیا لپاره مطالعه او ابلاغ شول.
 ددې تر څنګ د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو استرداد کمېسیون او تخنیکي پلاوی کړنلاره تشریح  شوه، ترڅو په روانو چارو کې په عملي ډول د تطبیق په برخه کې ورڅخه ګټه واخیستل شي.
د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو او احکاماتو په اړه تصمیم ونیول شو ترڅو اړونده عدلي او قضایي ارګانونو ته د لا ښې همغږۍ په موخه باید تکثیر کړل شي.
وروسته ګرشک ولسوالی کې د ٣ موضوعاتو لپاره د پلاوی لېږلو تصمیم ونیول شو چې د نفت او ګازو دولتي شرکت، د فواید عامې ریاست او د حاجي طیب د ځمکې د تشخیص، تثبیت او بررسۍ په موخه تعین شوی دی .
ورپسې د شاهي صالون په نوم د خدماتي سیمې د ځمکې موضوع په اړه بحث وشو، تصمیم ونیول شو چې پر سیمه به نقشې تطبیق کړل شي او د امیر المؤمنین د (٣١) ٢٥/ ٨/ ١٤٤٤ ګڼه فرمان مطابق به اجرائت وشي.
ددې تر څنګ د لښکرګاه ښار د شنه کمربند په محدوده سیمه کې د ټولو املاکي کارونو د توقف تصمیم ونیول شو ترڅو د شخصي او امارتي ځمکو تشخیص او تثبیت ترسره شي.
په دې غونډه کې تخنیکي پلاوی د سمیټي سیمې په اړه هم د امیرالمؤمنین د (٣١) ٢٥/ ٨/ ١٤٤٤ ګڼه فرمان مطابق د اجرائتو هدایت وکړ.
وروستیو کي تخنیکي پلاوی د لسګونو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې هغوۍ ته یې د اصولو له مخي د قانوني کړنو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت