هلمند کې یوشمېر مالداران ورزول شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۱:۱۹
هلمند کې یوشمېر مالداران ورزول شول

د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، ددې ولایت د ناوې ولسوالی اړوند درېوو  سیمو پنجادو،  لنډي ښاخ، اونیګارین کې د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په مالي همکارۍ  دحیواناتو څخه و انسانانو ته دساري  ناروغیو د ېږد مخنیوی په اړه ٩٢ تنو مالدارانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
ددې ترڅنګ نوموړو مالدارانو سره  د کورک او د وزو دوړیو څخه دصنعت په موخه دارزښت اړوند معلومات شریک شول. ددې ترڅنګ له مالدارانو څخه د وړیو درانیولو او سوداګرو سره د د اړیکو برابرولو برخه کې ورته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
همدارنګه د نوموړې ولسوالی اړوند  شوره ګز سیمه  کې،  ٢٥ تنو بزګرو ته د انساني قاچاق، نورو هېوادونو ته د مهاجرت مخنیوی او د دنوبتي کرهڼي په هکله فني معلومات ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت