ننګرهار کې یوشمېر بزګران وروزل شول

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۹:۵۹
ننګرهار کې یوشمېر بزګران وروزل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بوټو ساتنې مدیریت کارکونکو له لورې ددې ولایت په ۳ ولسوالیو  کې ۵۰ تنو کرونده ګرو ته روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار کرنې ریاست د بوټو ساتنې سیمه ییزو کارکوونکو له لورې په بټي کوټ،  خوګیانو او کوزکونړ ولسوالیو کې ۵۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د تني چینجی، هرزه وښو مخنیوي،  د سبو او نورو بوټو کې د ناروغیو او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه روزنه ورکړل شوه .
دغه راز په يادو ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته په بڼونو  کې د کیمیاوي درملو استعمال، د ژغورنې احتیاطي  تدابېرو، د درملو زیانونو او ګڼو نورو برخو کې هم روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو خلاص شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت