لوګر کې پر لسګونه څارویو لرونکو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۹:۵۰
لوګر کې پر لسګونه څارویو لرونکو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې

د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت خروار ولسوالی کې پر۱۰۰ مالدارانو د دوی د وریو او پسونو د مزي کولو په پار د څارویو خوراکه او ځینې توکي وېشلي دي.
ددې پروګرام په ترڅ کې هر مالدار ته د څارویو ۱۰۰ کیلوګرامه متراکمه خوراکه، د تروو ځګ، د پنیر جوړونې دیګونه او د کروت جوړونې بکسونه  وېشل شوي دي.
ددې مرستې له وېش موخه د څارویو د متراکمو خوراکي توکو ترویج، د غوښې د تولید زیاتوالی، د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا او خلکو ته دکار زمینه برابرول دي.
دا په داسې حال  کې ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر ځینو ولسوالیو کې پر څارویو لرونکو د څارویو خوراکه وېشل شوې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت