لغمان کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې کړنې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۹:۴۵
لغمان کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې کړنې

لغمان کې د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوی چې مشري یې د لغمان د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن کوي ددې ولایت د ښاروالۍ ریاست د مهترلام ښار دوهمې ناحې اړوند سلطان غازي بابا ښارګوټی کې یونیم جریب ځمکه له غصب خلاصه او خپل اصلي مالک بدیع الزمان ته وسپارله.
د مهترلام ښاروال او د تخنیکي پلاوی غړي مولوي رحمت الله شهامت وویل، چې دغه ځمکه د بدیع الزمان په نوم شخص ته د ښاروالۍ لخوا پخوا ورکړل شوې وه، مګر تېر ۹ کاله له غاصبینو سره وه، چې اوس د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوی د مشر مولوي محمد ولي محسن او ښاروالۍ په هڅو له غصب خلاصه او خپل اصلي مالک ته وسپارل شوه.
ښاغلي شهامت زیاته کړه، چې د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوی د لغمان ټولو برخو کې فعالیتونه کړي دي، سلګونه جریبه ځمکه یې له غصب خلاصه کړې ده او هیچاته یې اجازه نه ده ورکړې چې غصب وکړي.
د ځمکې د مالک حاجي بدیع الزمان زوی الله یار مهدي وویل، یاده ځمکه ۹ کاله له غاصبینو سره وه، چې تېرو حکومتونو یې په راګرځولو کې همکاري ورسره ونه کړه مګر اوسني حکومت یې غږ واورېده او ځمکه یې له غاصبینو خلاصه کړه.
بل لور ته د سیمې اوسیدونکي د اسلامي امارت یاده کړنه ستایي هغوی وایي دا ډېره خه خبره ده، چې حق حقدار ته رسېږي او ا.ا مسؤلین د شریعت په تطبیق کې هڅې کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت