د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په افغانستان کې د یوناما له چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۹:۵۴
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په افغانستان کې د یوناما له چارواکو سره وکتل

١۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په افغانستان کې د یونوما ادارې د سیاسي څانګې له مشر چاریتي واټسن او د اقلیم د بدلون ادارې له مشرې لیني لینکي سره وکتل. 
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال باز محمد فیضان په دې غونډه کې وویل: «موږ د وچکالۍ او د اقلیم د بدلون له ناورین سره مخ یو، دا پدیده په لومړي ګام کې د څښاک د اوبو په برخه کې د خلکو په ژوند کې مستقیمه اغیزه لري. دویم ګام د مالدارۍ په برخه کې او په دریم ګام کې کرنه ده، چې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.»
مولوي باز محمد فیضان زیاته کړه: «د اقلیم او وچکالۍ دغو بدلونونو په ځینو ولایتونو کې لږ او په ځینو ولایتونو کې زیاتې اغیزې کړې دي، دغه راز د هېواد ځنګلونه او طبیعي زیرمې یې له خطر سره مخامخ کړي دي، د باراني اوبو او موسمي بارانونو اوبو مدیریت ددې ستونزې په له منځه وړلو کې مرسته کوي.»
مولوي فیضان له بنسټونو او هېوادونو وغوښتل، چې په دې برخه کې همکاري وکړي، ځکه کرنه، مالداري او د اقلیم بدلون سیاسي مسله نه ده او باید له سیاسي اړخه ورته ونه کتل شي.
چاري واټسن او لیني لینکي په دې غونډه کې وویل چې؛ د اقلیم بدلون او وچکالي په کرنه او مالدارۍ اغیزه کوي او د حاصلاتو  د کمښت او مهاجرت لامل کېږي، نو باید ورته پاملرنه وشي. 
دغه راز په دې غونډه کې د کرنې وزارت له خوا د اوبو د مدیریت پر پلان، د عشر او زکات، د کوکنارو د کښت او دقوش تیپې کانال په اړه هم خبرې وشوې.

دیدار معین آبیاری و منابع طبیعی با مسوولان یونما در افغانستان
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با چریتی واتسن مسوول بخش سیاسی و لینی لینکی مسوول بخش تغیر اقلیم یونما در افغانستان دیدار و گفتگو کرد.
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی در این دیدار گفت:« ما در فاجعه خشک‌سالی و تغیر اقلیم قرار داریم، این پدیده تاثیر مستقیم در قدم نخست بالای مردم در بخش آب آشامیدنی، در قدم دوم در بخش مالداری و در قدم سوم در بخش زراعت دارد و مردم را متضرر ساخته است».
مولوی بازمحمد فیضان افزود:« این تغیرات اقلیم و خشک‌سالی در بعضی ولایات کمتر و در بعضی ولایات تاثیرات بیشتری گذاشته است، هم چنان جنگلات و منابع طبیعی کشور را در خطر قرار داده است، مدیریت آب‌های دریایی و باران‌های موسمی کمک می‌کند تا از این معضل رهایی یابیم».
مولوی فیضان، از نهادها و کشورها خواسته است تا در این زمینه همکاری همه جانبه نمایند، چون زراعت، مالداری و تغیرات اقلیم یک موضوع سیاسی نیست و نباید از دید سیاسی دیده شود.
چریتی واتسن و لینی لینکی در این دیدار اظهار داشتند که؛ تغیر اقلیم و خشک سالی بالای زراعت و مالداری تاثیر می‌کند و سبب کاهش محصولات و مهاجرت می‌شود، باید به آن توجه صورت گیرد.
هم‌چنان، در این دیدار روی پلان مدیریت آب‌ها توسط وزارت زراعت، عشر و زکات، کشت کوکنار و کانال قوش تیپه بحث صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت