یخنۍ او د علوفې نشتون له وجې د څارویو د مړینې مخنیوي په پار هڅې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۰:۳
یخنۍ او د علوفې نشتون له وجې د څارویو د مړینې مخنیوي په پار هڅې

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ یخنۍ او د علوفې نشتون له وجې د ګواښ تر کرښې لاندې څارویو د مړینې مخنیوي  په پار غونډه دائره شوه.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم وویل، چې د سړې هوا له وجې زیانمنو مالدارانو سره د مرستې په موخه باید د کرنې وزارت ټول امکانات بسیج شي. هغه زیاته کړه: «د څارویو د مړینې مخنیوي په پار دکرنې وزارت له ټولو امکاناتو ګټه پورته کړئ، ترڅو زیانمنو بزګرانو او مالدارانو سره مرستې او همکارۍ وکړو د څارویو مړینه د هېواد په شمال کې زیات دي، موږ مسوول یو، چې په دې برخه کې جدي اقدم وکړو، او له همکارو مؤسسو او مرستندویو بنسټونو غواړو، چې په دې برخه کې له مالدارانو سره مرستې او همکراۍ وکړي.»
په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله وویل:«زموږ مالدار قشر په ډېر سخت حالت کې دي، د دوی څاروي مړه کېږي، په هېواد کې څه باندې ۲۰۰ زره څاروي مړه شوي دي او نږدې دوه میلیونه نور څاروي د مړینې له ګواښ سره مخ دي، موږ باید خپل مسوولیت ادا کړو او مالدارانو ته باید رسېدنه ووشي.»
دکرنې وزارت  شمېرې ښیي، چې د یخنۍ او د علوفې نشتون له وجې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې ۲۲۶ زره او ۶۶۶ څاروي، چې په کې غواوې، وري، وزې، آس، اوښ او خره شامل دي مړه شوي دي.
ددغو مړه شویو څارویو له ډلې ۱۹ زره او ۱۴۵ غواوې، ۱۲۱ زره او ۹۵۵ وري او پسونه، ۸۳ زره او ۹۰۲ وزې، ۹۷ اوښان او یوزر او ۵۷۰ آسونه او خره دي، چې د لوگر، تخار، کندز، پروان، هلمند، کاپیسا، بامیان، سمنگان، دایکندي، زابل، سرپل، بلخ، جوزجان او کندهار په ولایتونو کې د یخنۍ او علوفې نشتون له وجې مړه شوي دي.
 په همدې حال کې د همکارو مؤسسو استازو په دې برخه کې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې FAO مرستیال محمدآقا یخنۍ او د څارویو د خوراکي توکو کمښت د مالدارانو پروړاندې جدي ستونزې وبلل او ویې ویل: «ددې ستونزې د حل په موخه پر مالدارانو د ۲۶ زره او ۲۵۶ مټریک ټنه د څارویو د خوراکي توکو وېش لړۍ روانه ده، او په نږدې راتلونکې کې هم د نږدې ۲۳ زره او ۵۸۸ مټریک ټنه د څارویو خوراکي توکي پر مالدرانو وېشل کېږي او د څارویو د مړینې په برخه کې هم د FAO  دفتر له خوا د هېواد په کچه سروې پیل شوی دی.»
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې چارواکو هم مالدارنو سره د مرستې په برخه کې دکرنې وزارت ته ډاډ وکړل او د څارویو د مړینې مخنیوي په پار پر ۲۰ زره زیانمنو مالدارانو د نږدې دوه زره مټریک ټنه څارویو خوراکي توکو د وېش خبر ورکړل او دغه راز یو میلیون څارویو ته د واکسینو پلي کولو د لړۍ پیل اطلاع ورکړل.
دغه راز د DAI دفتر پلان لري، چې ترڅو نږدې زر مټریک ټنه متراکمه خواړه (دانې) پر زیانمنو مالدارانو ووېشي.
ددغو مرستو اساسي موخه د مالدارۍ سکټور پیاوړتا او ترګواښ لاندې څارویو ته رسېدنه ده.
دا څاروې د ژمي د سختې یخنۍ او د علوفې د کمښت له وجې مړه شوي دي او ډېر شمېر نور یې د سړې هوا او د علوفې د کمښت له وجې د مړنې تر ګواښ لاندې دي. سږنۍ سختې یخنۍ، چې په تېرو ۴۰ کالو کې یې ساری نه درلود ډېر شمېر څاروي یې مړه کړي دي.


تلاش‌ها به منظور جلوگیری از تلفات مواشی به دلیل سردی هوا 
جلسه‌ای به رهبری مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالدرای وزارت زراعت به منظور جلوگیری از تلفات مواشی تحت خطر  به دلیل سردی هوا و نبود خوراکه حیوانی برگزار شد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری از بسیج تمام امکانات وزارت زراعت به منظور کمک رسانی به مالدارن متضرر شده به دلیل سردی هوا سخن زده گفت:« تمام امکانات موجود وزات زراعت را به منظور جلوگیری از تلفات مواشی استفاده نماید تا برای دهقان متضرر شده کمک نمایم در شمال کشور تلفات مواشی زیاد است، ما مسوول هستیم که در این باره اقدام جدی نماییم، و از موسسات همکاری و نهادها مدد‌رسان همچنان می‌خواهیم در این زمینه با مالداران همکاری نمایند.»
در همین حال، مفتی ذاکر الله رییس عمومی صحت حیوانی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری گفت:« قشر مالدار ما سخت در حالت بد قرار دارند و مواشی شان تلف می‌شود، بیش از دو صد هزار حیوان تلف شده و نزدیک به دو میلیون حیوان در کشور تحت خطر از بین رفتن است ما باید مسوولیت خود را ادا کنیم و به مالداران رسیده گی صورت گیرد.»
آمارهای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نشان می‌دهد که ۲۲۶ هزار و ۶۶۶ راس مواشی که شامل گاو، گوسفند، بز، شتر، اسپ و مرکب می‌شود در 18 ولایت افغانستان تلفات داشته است.
از این میان ۱۹ هزار ۱۴۵ راس گاو، ۱۲۱ هزار و ۹۵۵ گوسفند، ۸۳ هزار و ۹۰۲ بز، ۹۷ شتر و یک‌هزار و ۵۷۰ اسپ و شتر تلفات داشته که بیشترین آن در ولایت‌های لوگر، تخار، کندز، پروان، هلمند، کاپیسا، بامیان، سمنگان، دایکندی، زابل، سرپل، بلخ، جوزجان و کندهار می‌باشد.
در همین حال نماینده گان  موسسات همکار در زمینه همکاری خویش را بیان نمودند به وزارت زراعت اطمینان دادند .
 محمد آقا معاون سازمان خوراکه و زارعت ملل متحد در افغانستان FAO  سردی هوا و کمبود مواد خوراکه حیوانی را یک مشکل جدی صد راه مالدارن عنوان کرده افزود" جهت حل این معضله  توزیع حدود ۲۶ هزار  256 متریک تن خوراکه متراکم  حیوانی جریان دارد و حدود ۲۳ هزار ۵۸۸  متریک تن در آینده های نزدیک برای مالداران متضرر توزیع خواهد شد و در قسمت  جلوگیری از تلفات مواشی سروی سرتاسری نیز از طرف دفتر FAO آغاز گردیده است".
در عین حال مسوولان کمیته هالند برای افغانستان DCA نیز از آمادگی ها برای کمک مالدارن و وزارت زراعت اطمینان داده و از توزیع مواد خوراکه  برای 20 هزار مالداری متضرر  که حدود دو هزار  متریک تن خوراکه متراکم می گردد جهت کاهش مرگ و میر مواشی گزارش داده و همچنان از تطبیق واکسین برای حدود یک میلیون مواشی اطلاع دادند.
هم چنان دفتر DAI پلان دارد تا حدود یک هزار متریک تن خوراکه متراکم( دانه باب) را برای مالداران متضرر توزیع نماید.
هدف عمده و اساسی این برنامه تقویت سکتور مالداری و رسیده گی به حیوانات تحت خطر می باشد.
این مواشی در اثر سرمای شدید زمستان و کمبود خواکه حیوانی تلف شده و شماری زیاد هم در تحت خطر تلف شدن ناشی از هوای سرد و نبود علوفه و خوراکه حیوانی است. سرمای شدید که  در طول چهل سال گذشته پیشینه نداشته امسال حیوانات را تلف نموده است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۹
Background image

دلغمان دولت شاه ولسوالی دګډیالې ځنګل کې لګېدلی اور مهار شو

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ یو ګډ پلاوی د دولت‌شاه ولسوالی د ګډیالې ځنګل ته د اور د مهارولو لپاره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې نږدې ۱۷ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د رېګستان او دامان په. . .

بازگشت