کونړ کې یوشمېر بڼوالو ته معیاري بڼونه جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۲:۰
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د خاص کونړ ولسوالی ۱۰۰ بڼوالو ته د مېوو معیاري بڼونه جوړېږي.

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د خاص کونړ ولسوالی ۱۰۰ بڼوالو ته د مېوو معیاري بڼونه جوړېږي.
د کونړ دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددې پروسې په ترڅ کې هر بڼوال ته یو جریبه او نیم جریبه بڼونه جوړېږي، چې د یادو بڼونو جوړولو په پار پر بڼوالو سپینه او توره سره هم وېشل شوي دي، چې د بڼ نور اړین توکي به وروسته ورته ورکړل شي.
همداراز، د دې بڼونو د ښه، اساسي او پایداره جوړښت لپاره، بڼوالو ته روزنه هم ورکړل شوي، چې په دې روزنه کې بڼوالو ته د ځمکې منظم چمتووالی، د نیالګیو منظم اېښودل، د نیالګیو دکتارونو ترمنځ د مناسب فاصلي پرېښودل، د اوبو د منظم سیستم رامنځته کول، او ورته اړینې سپارښتنې وشوې، ترڅو بڼونه یې په ښه توګه وده وکړي.
د دې بڼونو جوړولو موخه د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، دایته انګورو او د پلمې مېوو پراختیا، د بزګرانو ځان بسیاینه، او د هغوی لپاره د کار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۸:۳۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: د کارکوونکو وړتیالوړنې په‌پار روزنیز پروګرام پیل شو

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  ریاست له لورې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو مالدارۍ ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او اداري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۳۳
Background image

د ننګرهار حصارک کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې حصارک ولسوالی د ترویج مدیریت ګډ پلاوي د دې ولسوالی په مرکزي بازار کې  یوشمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۸:۴۳
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی کې ٣٥٠ کورنیو سره د عضوي سرو مرسته وشوه

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په. . .

بازگشت