کونړ کې د عشر او زکات د چارو د همغږۍ په پار ګډه غونډه جوړه شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۱
کونړ کې د عشر او زکات د چارو د همغږۍ په پار ګډه غونډه جوړه شوه


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د کونړ ولایت مرکز او ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې له اړوندو مسؤلینو سره د عشر او زکات د راټولولو، تنظیم او شفاف تطبیق په موخه ګډه همغږۍیزه غونډه وکړه.
یاده غونډه د عشر او زکات د لوی رییس مولوي ندا محمد عابد او ورسره مل پلاوي، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد سرور صادق، د مرکز او ټولو ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو په ګډون ترسره شوه.
د پرانستې وینا پر مهال د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد سرور صادق راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د عشر او زکات د دیني ارزښت په هکله یې تفصیلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي همدارنګه په کونړ ولایت کې د عشر او زکات د راټولولو پر وړاندې د شته ستونزو یادونه وکړه او د حل په برخه کې یې له پلاوي د همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته د عشر او زکات د لوی رییس مولوي ندا محمد عابد ګډونوالو ته هر اړخیزه وینا وکړه او د یاد ریاست د لاسته راوړنو په اړه یې معلومات شریک کړل. هغه زیاته کړه، چې اسلامي نظام د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او د ساتنې مسوولیت یې د ټولو پر غاړه دی. نوموړي ټینګار وکړ چې د عاملینو او عاشرینو په ګمارنه کې دې له پوره دقت څخه کار واخیستل شي او دینداره، علما کرام، مجاهدین او مخلص کسان دې وګمارل شي، تر څو د عشر او زکات چارې په ښه ډول پر مخ ولاړې شي.
مولوي ندا محمد عابد د کتابچو د وېش او ساتنې، د عوایدو د شفاف راټولولو او له ولس سره د ښو اخلاقو د چلند په اړه هم لازمې سپارښتنې وکړې. هغه د ولسوالیو له مدیرانو وغوښتل، چې خپلې چارې د ولسوالانو او نورو محلي ادارو سره په همغږۍ ترسره کړي، او هم یې ټینګار وکړ چې د وزارت له خوا ځانګړې شوې بودیجه دې پر خپل وخت مصرف شي.
په غونډه کې د عوایدو د نظارت مدیر ستانکزي د کونړ ولایت لپاره د ځانګړې شوې بودیجې په اړه معلومات وړاندې کړل او د میاشتنیو راپورونو د پر وخت لېږلو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
همدارنګه د څوکۍ ولسوالی د عشر مدیر د ولسوالیو د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او خپل نظرونه یې له مرکزي پلاوي سره شریک کړل.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د کونړ د عشر او زکات د محاسبې آمر مولوي زبیر صافی د تېرو درېیو کلونو پر لاسته راوړنو رڼا واچوله او د شته ستونزو یادونه یې وکړه. نوموړي د لا ښه خدمت وړاندې کولو په موخه د بودیجې زیاتوالی، د عاملینو شمېر پراخول او په ولسوالیو کې د زکات د مدیریتونو د تشکیلونو پیاوړتیا وغوښته.
غونډه په دعايي سره پای ته ورسېده او د عشر او زکات لوی رییس ټولو مسؤلینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت