کونړ کې د شفتالو بې سارې تولید

user-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۸ - ۱۲:۲۲
کونړ کې د شفتالو بې سارې تولید


۸ غبرګولی ۱۳۹۹
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د لوموړي ځل لپاره په دې ولایت کې څه کم څلور سوه ټنه شفتالو تولید او بڼوالو ته میلیونه افغانۍ عاید ور په برخه شوه.
د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د خصوصي پانګوالو له لوري د بڼوالۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ورځ تربلې په پراخېدو ده.
د کونړ د کرنې رییس  نجیب الله عادل وایي چې د مالټې، لیمو او نارنج ترڅنګ د کرنې ریاست په تخنیکي همکاریو د پانګوالو له لوري په ۹۵۰ جرېبه ځمکه کې د شفتالوانو بڼونه جوړ شوي، چې سږکال د ۲۷۰ جرېبه ځمکې باغونه په حاصلاتو راغلي.
نوموړی وایي چې د شفتالوانو بڼونو له درکه خلکو ته د کاري اسانتیاوو ترڅنګ بڼوالو ته ۸.۲ میلیونه افغانۍ په لاس ورغلي.
یوتن پانګوال حاجي نظام الدین وایي خوښ دی، چې په پانګونې یې خلکو ته د کاري فرصتونو ترڅنګ په ښه کېفیت مېوه بازار ته وړاندې شوه.
یاد پانګوال چې، په دې ولایت کې یې په ۲۶۰ جرېبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ کړي، د مېوو د ساتنې او بسته بندۍ په برخه کې د دولت د پاملرنې غوښتنه کوي.
ځایي اوسیدونکي بیا د مېوو د ښه کېفیت ترڅنګ د بنوالۍ سکتور وده د هېواد د ملي اقتصاد او کورنیو تولیداتو پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن بولي او د دې ولایت د شاړو دشتو ابادولو په برخه کې د حکومت او خصوصي سکتور په ګډو همکاریو ټینګار کوي.
د کونړ  د کرنې ریاست چارواکي وایي دوی هلې ځلې کوی، چې په دې ولایت کې د بڼوالۍ لمن پراخ او د بېلابېلو مېوو نوي بڼونه جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت