کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه، چې موخه یې د کرنیزو نباتاتو د اصلاح شویو تخمونو، اغېزمنو کرنیزو تخنیکونو او اقلیمي بدلونونو سره د کرنې د تطابق په اړه د بزګرانو او کرنیزو برخو د مسؤلینو د پوهاوي لوړول وو.
په دې غونډه کې د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد سرور صادق، د ریاست تخنیکي سلاکار، د پلان او برنامو د همغږۍ مدیر، د ترویج او څېړنو کارکوونکو، د کونړ د کرنې پوهنځي استادانو او محصلینو، بزګرانو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» استازو په ګډون شاوخوا ۶۰ کسانو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد سرور صادق ګډونوالو ته د غونډې د پرانیستې وینا وکړه او د کرنې د ودې، څېړنو او د عصري کرنیزو طریقو د پلي کېدو پر اهمیت یې خبرې وکړې. 
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» د کرنیزو تخمونو د برخې مسؤل انجنیر محمد اسرار همکار، د کرنې پوهنځي یوه استاد، د کرنې ریاست تخنیکي سلاکار او د کرنیزو څېړنو مسؤل په خپلو خبرو کې د دوبني نباتاتو د کروندو د ورځې پر ارزښت، د باکیفیته او اصلاح شویو کرنیزو تخمونو پر اهمیت، د اغېزمنو کرنیزو تخنیکونو پر کارونې او د اقلیمي بدلونونو له امله په کرنه کې رامنځته شویو ستونزو او د هغو پر حل‌لارو ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د کرنیزو څېړنو او عملي کروندو د ورځو جوړول د نویو او اغېزمنو کرنیزو طریقو د معرفي کولو، د اصلاح شویو تخمونو د کارونې د دودولو او د بزګرانو ترمنځ د کرنیزو تجربو او معلوماتو د شریکولو لپاره مهم فرصت بلل کېږي. د سالارباغ څېړنیز فارم کې د دوبني نباتاتو د کروندو د ورځې جوړېدل هم د همدې لړۍ په دوام کې د کرنیزو څېړنو او عملي تجربو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوي دي.


روز مزرعه نباتات تابستانی در کنر برگزار شد
۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در فارم تحقیقاتی سالارباغ ولایت کنر، با همکاری اداره غذا و زراعت سازمان ملل متحد «اف‌اِی‌او»، روز مزرعه نباتات تابستانی برگزار شد. هدف از برگزاری این برنامه، افزایش آگاهی دهقانان و مسئولان بخش‌های زراعتی در زمینه تخم‌های اصلاح‌شده نباتات زراعتی، روش‌های مؤثر زراعتی و سازگاری زراعت با تغییرات اقلیمی بود.
در این برنامه حدود ۶۰ تن، به‌شمول مولوی محمد سرور صادق، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری کنر، مشاور تخنیکی ریاست، مدیر هماهنگی پلان و برنامه‌ها، کارمندان ترویج و تحقیقات، استادان و محصلان دانشکده زراعت کنر، دهقانان و نمایندگان اداره غذا و زراعت سازمان ملل متحد «اف‌اِی‌او» اشتراک کرده بودند.
مولوی محمد سرور صادق، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری کنر، در سخنرانی افتتاحیه این برنامه، در مورد اهمیت رشد زراعت، تحقیقات و تطبیق روش‌های عصری زراعتی صحبت کرد.
انجنیر محمد اسرار همکار، مسئول بخش تخم‌های زراعتی اداره غذا و زراعت سازمان ملل متحد «اف‌اِی‌او»، یکی از استادان دانشکده زراعت، مشاور تخنیکی ریاست و مسئول تحقیقات زراعتی نیز در مورد اهمیت روز مزرعه نباتات تابستانی، اهمیت استفاده از تخم‌های باکیفیت و اصلاح‌شده زراعتی، کاربرد روش‌های مؤثر زراعتی، مشکلات ناشی از تغییرات اقلیمی در بخش زراعت و راه‌های حل آن، به اشتراک‌کنندگان معلومات ارائه کردند.
برگزاری روزهای مزرعه تحقیقاتی و عملی، فرصت مهمی برای معرفی روش‌های جدید و مؤثر زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و تبادل تجارب و معلومات زراعتی میان دهقانان به‌شمار می‌رود. برگزاری روز مزرعه نباتات تابستانی در فارم تحقیقاتی سالارباغ نیز در ادامه همین روند و با هدف تقویت تحقیقات زراعتی و تجارب عملی انجام شده است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت