کونړ کې بېوزلو کورنیو ته وزې، د څارویو خوراکه او درمل ووېشل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۱۷
کونړ کې بېوزلو کورنیو ته وزې، د څارویو خوراکه او درمل ووېشل شوه

۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اف پي په مالي ملاتړ او د شپول مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د وټپور، غازي‌آباد او مرکز په ګډون درېیو سیمو کې، ۶۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته د مرستې یوه پروژه پلې شوه.
د دې مرستې له مخې، هرې کورنۍ ته دوه محلي وزې، ۱۰۰ کیلو ګرامه حیواني متراکمه خوراکه او ۲۰۰ ملي لیتره د جینجیو ضد درمل ورکړل شول.
د یادې پروژې موخه د بېوزلو کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړي کول، د مالدارۍ د ودې له لارې د هغوی د عاید سرچینې زیاتول، او د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي.
د افغانستان په غرنیو سیمو کې، بېوزلې کورنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي، چې د مالدارۍ وړې پروژې کولای شي د هغوی د ژوند کیفیت ښه کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت