کندهار کې ۲۰ بېوزله کورنیو سره د تارجوړولو ماشینونو مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۴:۲۳
کندهار کې ۲۰ بېوزله کورنیو سره د تارجوړولو ماشینونو مرسته وشوه

۱۰ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ اد کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي ناحیې ۲۰ بېوزله او اړمنو کورنیو ته د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت، وړیو څخه د تار جوړولو (سپایننګ) ماشینونه ووېشل شول.
د دې مرستې د وېش مراسمو کې د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ آمر حافظ حمیدالله، د هالنډ کمیټې د زون مسؤل ډاکټر امین‌الله کریمي، د پروګرامونو عمومي مسؤل انجنیر لطف‌الله اسدي، وړیو څخه د تار ایستلو د ماشینو مسلکي او تخنیکی استادانو، او د اړوندې ناحیې مشرانو ګډون کړی و.
 د دیادې مرستې د وېش پر مهال، مسلکي کسانو د ګروپ ټولو ګډونوالوته د ماشینونو کارول په عملي ډول وروښوده او همداراز نوموړی ګروپ  د وړیو د  پېرلو او تار جوړولو دعمومی مسول ( هب سنتر) سره  لینک او معرفي کولو سیستم هم تشریح کړ. ترڅو یادې اړمنې کورنۍ په اسانه او مناسبه بیه سره جوړ شوي تار وپلوري.
د دې مرستې موخه د بېوزلو کورنیو ملاتړ، د هغوی لپاره د کار زمینه برابرول، اقتصادي وضعیت ته وده ورکول، او د یادو ماشینونو له لارې نغدې عاید ترلاسه کول دي.
په همدې حال کې له مرستې برخمن شوي کورنۍ هم د کندهار د کرنې ریاست او هالنډ کمیټې څخه زیاته خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دا ډول مرستې په مهم وخت کې ورسره شویدي.
باید وویل شي، چې دکندهار د کرنې ریاست په هڅه، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، په نږدې راتلونکې کې ۲۰ کورنیو ته د وزو ساتنې لپاره مرسته کوي او ۲۰ نورو کورنیو ته به د خیاطي توکي وویشل شي، چې ورسره سم به د دغو کورنیو اقتصادي وضعیت هم ښه شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت