کندهار کې یوشمېر بزګرانو ته د کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۵:۸
کندهار کې یوشمېر بزګرانو ته د کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه

١۷ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د سولې بنسټ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د لوړ شاولیکوټ او کښته شاولیکوټ ولسوالیو یوشمېر بزګرانو ته د کروندو د ښې پالنې لپاره کيمياوي سره ورکول کېږي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې ددې ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ او  د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دیاد ولایت په دوو ولسوالیو کې یوشمېر کروندګرو ته د کیمیاوي سرو د ویش لړۍ پیل شوې ده، چې له مخې يې هر بزګر ته۵۰ کیلوګرامه سپینه او ۲۵ کیلوګرامه توره سره د بڼونو د ښې ودې او ډېر حاصل ترلاسه کولو په موخه ورکړل شي. 
تر دې وړاندې هم د کندهار دکرنې ریاست د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ ددې ولایت له کروندګرو او بڼوالو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته کړې وه او بزګرانو ته يې د کښت او کروندې په اړه د بېلابېلو تخنيکونو روزنه هم ورکړې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

ننګرهار کې د څارویو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ناروغیو ۵۰ نمونې واخیستل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مرسته د ننګرهار له بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

هلمند کې د کب روزنې مخ پر وده صنعت؛ هره میاشت ۳۰ زره کیلوګرامه کبان تولیدېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولايت د کب روزنې فارمونو د ټولنې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې صنعت د پرمختګ په حال کې دی او اوس مهال د کبانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۴
Background image

د ننګرهار کانال د زیتونو حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی؛ ۱۷۰ ټنه زیتون د پروسس لپاره فابریکې ته لېږل کېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند څلورم فارم، چې د دغه شرکت له مهمو میکانیزه او تولیدي فارمونو څخه شمېرل کېږي، سږکال د زیتونو د حاصلاتو د پام. . .

بازگشت