کندهار کې پر یوشمېر بزګرانو لیزرلېول ماشینونه ووېشل شول

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۱ - ۱۴:۲۴
 کندهار کې پر یوشمېر بزګرانو لیزرلېول ماشینونه ووېشل شول

۱۱ لړم ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت په هېواد کې د کرنې د میکانیزه کولو اوعصري کرنیز سیسټم او تکنالوژۍ ترویجولو په پار هلې ځلې کوي. د دغو هلو ځلو یوه برخه د اوبو د ضایعاتو د مخنیوی په موخه د ځمکې د هوارولو لایزري ماشینونو « Laser Level land » دودول دي.
په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کندهار ولایت پر یوشمېر مخکښو بزګرانو د ځمکې هوارولو یا لایزرلېول لس ماشینونه ووېشل.
ددغو ماشینونو له وېش څخه موخه د کرنیزو ځمکو هوارول، د حاصلاتو کچه لوړول او د اوبو د مصرف کچه ټېټول دي. د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې د دې کار موخه دکرنې میکانیزه کول او د عصري کرنیز سیسټم ترویجول دي. له دغو ماشینونو څخه ګټه پورته کول ددې ترڅنګ چې په کرونده کې لږي اوبه مصرفیږي او د اوبولګولو چارې اسانوي، د کتار په ډول کرکېله، خیشاوه او د سرې او تخم شیندلو چارې هم اسانوي او د حاصلاتو د لوړېدا سبب کیږي.
ښاغلي سیدې وايي، چې د لایزر لېول ددغو وېشل شویو ماشینونو ټولیز لګښت پنځه میلیونه افغانۍ ده، چې د نړیوال بانک په مالي مرسته د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې له لارې چمتو شوي دي.
د چارواکو په خبره د کرنیزو ځمکو په هوارولو سره کولای شو چې تر ۴۰ سلنه ډېر حاصل ترلاسه او دغه راز د اوبو له ضایعاتو څخه هم ۲۰ تر ۳۰ سلنه مخنیوی وکړو.
له دغو ماشینونو څخه برخمن شوي بزګران د کرنې وزارت څخه په منني سره وویل، له دغو دستګاوو څخه په استفادې سره به د دوی کرنیز حاصلات ډېر او عواید به یې زیات شي.
باید وویل شي، چې ددغو ماشینونو برخمن شویو بزګرانو ته د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د یادو ماشینونو د کارونې په هکله روزنې هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت