کندهار کې سږ کال د غنمو په کرکېله او حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۲۰
کندهار کې سږ کال د غنمو په کرکېله او حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
کندهار کې د نورو کلونو په پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې کروندګر یې راتلونکو کلونو کې د غنمو کښت ته هیله‌مند کړي دي.
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال کندهار کې پر ۹۸ زره ۳۸۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوې وه، چې له یادو کروندو څخه غنمو څخه شاوخوا ۳۶۸ زره ۹۳۱ ټنه حاصلات لاس ته راغلي دي.
کندهار کې د غنمو حاصلاتو کې داسې مهال زياتوالی راغلی چې په ټول هېواد کې د نشي توکو پر پېر او پلور د حکومت له‌خوا بنديز لګول شوی دی.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست د کرنیزو چارو امر ایمل حکیمي وايي، سږکال کندهار کې پر ۹۸ زره ۳۸۲ ځمکه غنم کرل شوې وه، چې له یادو کروندو څخه غنمو څخه شاوخوا ۳۶۸ زره ۹۳۱ ټنه حاصلات لاس ته راغلي دي. هغه د غنمو د حاصلاتو ډېروالي لامل د ناروغيو نشتون او د نشي توکو د کښت مخنيوی يادوي.
د کندهار دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر وویل، چې تېر کال په کندهار کې پر شاوخوا ۹۶ زره ۳۸۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوې وه، چې د یادو کرل شویو غنمو څخه ۳۶۱ زره ۴۳۲ ټنه حاصلات لاس ته راغلې وه.  
نوموړي وویل: «په عمومي شکل که يې پرتله کړو د نورو کلونو په پرتله سږکال غنمو ښه نتيجه ورکړې ده، چې سږکال نه کوم افت لري او نه کومه ناروغي لري، په نورو کلونو کې به غنمو ناروغۍ درلوده، خو سږکال ته چې وګورو حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالۍ ښکاره کوي.»
د کندهار د کرنیزو چارو امر وویل: «زرګونو بزګرانو ته مو اصلاح شوي تخمونه او کودونه وېشلي او زرګونو نورو بزګرانو ته مو نغدي مرستې رسولي. د همکارو موسسو په مرسته همداشان د ناروغیو د مخنيوي برخه کې د کرنې ریاست د دوی په خدمت کې دی، تشخیص د ناروغیو شوي دی، لازمې لارښوونې ورته شوي دي.»
ښاغلی حکیمي وویل، چې روان کال کې د یوه مشخص پلان له مخې کندهار ته د بې‌کیفیته کرنیزو درملو د مخنیوي په پار یو لابراتوار هم فعال شوی او په راتلونکې کې به د بزګرانو حاصلاتو د ساتنې په موخه سړې‌خونې هم جوړې شي.
د کوکنارو د کښت مخنیوی، د کرنیزو سیمو زیاتوالی، د غنمو دکرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو پر وخت وېشل، د بزګرانو هڅونه او اطلاع رسونه هغه لاملونه دي، چې ورسره سږکال کندهار کې د غنمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت