کندهار کې راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش بهیر پیل شو

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۷:۱۵
کندهار کې راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش بهیر پیل شو


۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال، بېرته راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر په رسمي ډول پرانیست.
د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ټینګار وکړ، چې دغه مرستې د اسلامي امارت له بودجې تمویلېږي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړې شفقت له مخې، د مستحقو کډوالو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه وېشل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې غنم او نغدي مرستې هغو کورنیو ته ځانګړې شوې دي، چې په تېر کال کې د وچکالۍ، طبیعي پېښو او ځانګړو اړتیاوو له امله زیانمنې شوې وې او اوس له ګاونډیو هېوادونو، لکه پاکستان، څخه بېرته راستانه شوې دي له یادو مرستو برخمنې کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر همدارنګه له ملي سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې  اسلامي امارت سره په همکارۍ او همغږۍ، د اړمنو او کډوالو کورنیو ملاتړ وکړي او د دغو کورنیو د بیا رغونې او توانمندۍ لپاره لازم زمینه برابره کړي.
یاد اقدام د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د حمایوي پروګرامونو په چوکاټ کې او د بېړنیو شرایطو پر مهال د بېرته راستنو شویو او مستحقو کورنیو د معیشت د 
ښه‌والي په موخه ترسره کېږي.


آغاز روند توزیع گندم و کمک‌های نقدی برای مهاجرین در ولایت قندهار
۱۵ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر به ولایت قندهار، روند توزیع گندم و مساعدت‌های نقدی برای خانواده‌های مهاجر بازگشته را با حضور مسوولان محلی و شماری از مهاجریان بازگشته به کشور به‌طور رسمی افتتاح نمود.
در مراسم افتتاحیه، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری تأکید کرد که این کمک‌ها از بودجه امارت اسلامی تأمین شده و تحت شفقت خاص و عنایات پدرانهٔ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، برای حمایت و دستگیری خانواده‌های مهاجر مستحق توزیع می‌گردد.
وی افزود که گندم و کمک‌های نقدی، شامل خانواده‌هایی است که در سال گذشته تحت تأثیر خشکسالی، حوادث طبیعی و نیازمندی‌های ویژه قرار گرفته‌اند و اکنون با بازگشت از کشورهای همسایه مانند پاکستان، از این کمک‌ها بهره‌مند می‌شوند.
وزیر زراعت همچنین از تجار و سرمایه‌گذاران ملی خواست تا با همکاری و هماهنگی با امارت اسلامی، از خانواده‌های نیازمند و مهاجر حمایت کرده و زمینه بازسازی و توانمندسازی این خانواده‌ها را فراهم سازند.
این اقدام در چارچوب برنامه‌های حمایتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان و با هدف بهبود معیشت خانواده‌های بازگشته و مستحق در شرایط اضطراری انجام می‌شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت