کندهار کې د ۳۵ شنو خونو د جوړېدو چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۲:۱۶
کندهار کې د ۳۵ شنو خونو د جوړېدو چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي

۶ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت «کوکنارو بدیل» پراختیايي پروګرام له لارې، د کندهار ولایت د کرنې ریاست په مشرتابه او د یوه خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ، د طبیعي سرچینو او کرنیزو چارو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د ۶.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې دي، چې تر دې دمه ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.
یادې شنې خونې د کندهار د شپږو ولسوالیو اړمنو بزګرانو ته ځانګړې شوې دي، څو د کوکنارو د بدیل په توګه د پایدارو کرنیزو تولیداتو زمینه برابره شي.
د شنو خونو د چارو د معیاري تطبیق او پرمختګ په موخه، د طبیعي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار او د کرنیزو چارو آمریت انجنیر ایمل حکیمي د پروژې څارنه کړې. د څارنې پر مهال د شنو خونو د کیفیت، ودانیزو چارو او پرمختګ څرنګوالي هراړخیزه ارزونه شوې او د کیفیت د لوړولو په موخه اړینې تخنیکي سپارښتنې وړاندې شوې دي.
د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي، چې دوی د هرې کرنیزې پراختیايي پروژې د مؤثر تطبیق لپاره پر وخت او معیاري څارنه کوي، څو بزګرانو ته د بدیل معیشت زمینه برابره او د هغوی ستونزې په مؤثر ډول حل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت