کندهار کې د کوهکران څېړنیز فارم لسګونه ډول انار او حبوبات نندارې ته وړاندې شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۱
کندهار کې د کوهکران څېړنیز فارم لسګونه ډول انار او حبوبات نندارې ته وړاندې شول

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم لسګونه ډول سږني کرنیز محصولات د «غذایي امنیت او مصؤونیت» په درې ورځني ملي کنفرانس کې نندارې ته وړاندې شول.
په دې نندارتون کې د کوهکران فارم له لوري ۱۰ ډول مختلف ورایټي انار او بېلابېل ورایټي حبوبات نندارې ته وړاندې شوي وو. له دغو محصولاتو څخه ۳ ډول بې‌دانې، ۷ ډول محلي او اسپانوي ورایټي انار، ۲ ډول املوک، او همدارنګه د غنمو، لوبیا، سویابین، مۍ او نورو کرنیزو ورایټو بیلګې د ګډونوالو پام ځان ته راواړاوه.
د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د دې نندارتون موخه د کرنیزو څېړنو د لا پراختیا، د نویو ورایټیو د معرفي کولو او د بزګرانو د کرنیزو تجربو د تبادلې هڅول دي.
د یادونې وړ ده، چې څه کم یوه میاشت وړاندې، د کندهار د کوهکران څېړنیز فارم ۲۰ ډول مختلف ورایټي انار د کابل په بادام‌باغ کې د یو شانداره نندارتون په ترڅ کې هم نندارې ته وړاندې شوي وو.


در کندهار ده‌ها نوع انار و حبوبات در فارم تحقیقاتی کوهکران به نمایش گذاشته شد
۱۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، فارم تحقیقاتی کوهکران ده‌ها نوع از محصولات زراعتی سال جاری خود را در «کنفرانس ملی سه‌روزه‌ی امنیت و مصئونیت غذایی» به نمایش گذاشت.
در این نمایشگاه، فارم کوهکران ۱۰ نوع مختلف ورایتی انار و گونه‌های گوناگون حبوبات را به نمایش گذاشت. از جمله‌ی این محصولات، ۳ نوع انار بی‌دانه، ۷ نوع ورایتی محلی و اسپانیایی انار، ۲ نوع املوک، و همچنان نمونه‌هایی از غنم، لوبیا، سویابین، جو و سایر ورایتی‌های زراعتی توجه اشتراک‌کنندگان را به خود جلب کرد.
مسئولان ریاست زراعت کندهار می‌گویند هدف از برگزاری این نمایشگاه گسترش تحقیقات زراعتی، معرفی ورایتی‌های جدید و تشویق تبادل تجربیات زراعتی میان دهقانان می‌باشد.
قابل یادآوری است که حدود یک ماه پیش، فارم تحقیقاتی کوهکران کندهار نیز ۲۰ نوع مختلف ورایتی انار را در یک نمایشگاه باشکوه در بادام‌باغ کابل به نمایش گذاشته بود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت