کندهار کې د ورځې ۳۰۰ زره لیټره شېدې تولیدیږي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۰:۸
 کندهار کې د ورځې ۳۰۰ زره لیټره شېدې تولیدیږي

کندهار د هېواد د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د کرنې او مالدارۍ لپاره مناسبه څاپېریال لري. دا چې کندهار يو له سمسورو ولايتونو څخه دى، نو ډېرى خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د بېلابېلو سبو، غلو دانو او مېوو د تولید ترڅنګ، په دې ولایت کې د مالدارۍ صنعت هم غوړېدلی، چې ورسره په دې ولایت کې د لبني محصولاتو د تولید کچه هم لوړه شوې ده.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره، سږکال کندهار د شېدو د تولید له اړخه پر ځان بسیا شوی او ددې ولایت تولید شوي شېدې ددې ترڅنګ، چې د کندهاریانو اړتیا پوره کوي یوشمېر نورو ولایتونو ته هم صادریږي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې په کندهار کې د دودیزې مالدارۍ ترڅنګ د غوا روزنې ۶۱۸ فارمونه چې په کې ۴۶زره غواوې روزل کیږي شتون لري، چې له دغو غواوو څخه ۱۵ زره یې شېدې ورکوونکي او پاتې نور یې نرنسل، وچ نسل او خوسکي دي.
د چارواکو په خبره له دغو فارمونو څخه د ورځې ۳۰۰ زره لیټره شېدې تر لاسه کیږي، چې دکندهار سربېره، سپین بولدک، د هلمند مرکز لښکرګاه، ګرشک ولسوالۍ او یو شمېر نورو ولایتونو ته صادریږي او ددې ولایت د لبنیاتو په فابریکو کې ۳۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
دغه راز په دې ولایت کې سږکال د شېدو د تولید کچه دومره زیاته ده، چې د کندهار ترڅنګ هلمند او کابل کې هم ورته د پلور څانګې جوړې شوي دي، چې له کندهار په اوونۍ کې یو ټېلر شېدې په یخچالي کانټینرونو کې پلازمېنه کابل ته لېږل کیږي. دغه شېدې په معیاري ډول د مستې، کوچ، پنیر او نورو لبني توکو په بڼه پروسس او بازار ته ړاندې کیږي.
په کندهار کې د شېدې د تولید کچه په داسې حال کې زیاته شوې ده، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت مالدارانو او ثبت شویو فارمونو سره په وړیا توګه د څارویو د خوراکي توکو او بېلابېلو واکسینونو مرسته شوې او ترڅنګ یې ددې ولایت مالدارانو ته روزنیز پروګرامونه هم په لاره اچول شوي دي.
د کندهار اوسیدونکي وایي؛ خوښ دي چې وطني لبنیاتو ته لاس رسی لري. دوی وایي د وطني شېدې او لبنیاتو کیفیت د نورو بهرنیو هغو په پرتله ډېر ښه دي او ټولو هېوادوالو ته سپارښتنه کوي، چې وطني محصولاتو وکاروي، ځکه وطني محصولات ښه کیفیت لري او بیه یې هم د بهرنیو وارداتي شېدو او نورو لبنیاتو په پرتله ارزانه ده.
د کندهار فارم لرونکي هم په دې ولایت کې د مالدارۍ د محصولاتو له زیاتوالي او په دې برخه کې دکرنې وزارت له مرستو او همکاریو خوښ دي. دوی د خپل اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې د دولت پاملرنه او مرسته اړین بولي. دوی وایي، چې د وطني لبنیاتو د ودې په پار دې باید د بهرني لبني محصولاتو د وارداتو مخه ونیول شي او د وطني لبنیاتو د ودې او زیاتوالي په پار دې باید هېوادوال او امنیتي او ملکي ادارو وطني لبنیات وپېرې او په دې برخه کې د تړونونو د لاسلیک زمینه برابره شي. همدارنګه فارم لرونکي له دولته غواړي، چې دوی سره دې دڅارویو خوراکې لپاره د یوې سمبالې فابریکې جوړولو، دشېدو لوښولو ماشینونو، دشېدو لېږدولو لوښو او په مسلکي ډول د فارم لرونکو روزلو په برخه کې مرستې ووشي.
د شېدو ګټې:
روغتیا پوهان وایي، شیدې د زیاتو ویټامینونو درلودونکې مایع ده، چې د انسان روغتیا ته بې شمیره ګټې رسوي.
شیدې د ویټامین( اې ) او ویټامین (ډي )تر څنګ د کلسیم او پروتین مهمه سرچینه بلل کیږي.
څیړونکي وایي؛ له ذهني فشار څخه د خلاصون لپاره تر ټولو غوره تګلاره دا ده، چې د ورځې پیل له یو گیلاس شېدو سره وشي.
دغه راز شیدې د زیاته اندازه کلسیمو د درلودلو له امله د انسان هډوکي پیاوړي کوي.
د روغتیايي کارپوهانو په وینا د شیدو زیات استعمال کولی شي انسان د الزایمر، پاکنسن او ځینې نورو عصبي ناروغیو څخه وژغوري.
د دې تر څنګ روغتیا پوهانو شیدې د مختلفو ناروغیو د مخنیوي لپاره اغیزناک درمل بللې او زیاتوي؛ دا مایع دانسان د وجود د ودې او دنمو لامل ګرځي، د ميکروبو په مقابل کي مقاومت کوي اود ناروغيو مخه نیسي.
د اسهال مخنيوي کوي او د زخم په ژر روغوالي او غاښونو د خرابیدو په مخنیوي کې اغیزمن تمامیدلی شي.
د دوی په وینا؛ شیدې د حافظې د قوت، د وينې د لوړ فشار د ښکته کولو، د چاغښت په مخنیوي او د انسان د ځوان ساتلو او قوي پاتي کیدلو کې اغیزمن رول لري.
شیدې
همداراز شیدې د خوب په منظم کولو، د عضلاتو د قوت، د سږو د ناروغۍ د مخنیوي او د سرطان د وژونکې ناروغۍ په قابو کولو کې مرسته کولی شي.
باید وویل شي چې شیدې باید لومړی ښې جوش شي او بیا وڅښل شي تر څنګ یې باید ووایو ؛هغه کسان چې دپښتورګي ناروغي لري بايد له نریو شيدو څخه استفاده وکړي ځکه د پښتورګو (گردو) په ناروغۍ اخته کس د قوي شيدو تاب نه لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت