کندهار کې د نیالګیو کېنولو ملي ورځ ولمانځل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۸:۵۳
کندهار کې د نیالګیو کېنولو ملي ورځ ولمانځل شوه

۲۱ کب ۱۳۹۸
د هېواد د یوشمېر نورو ولایتونو په شان په کندهار کې هم د کب شلمه د نیالګیو کېنولو ملي ورځ د نیالکیو په کېنولو او د کمپاین په پیل سره ولمانځل شوه.
دغه کمپاین د کندهار ولایت والي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، سیمه ییزو چارواکو، د مدني ټولنو غړو، قومي مشرانو، بزګرانو او د کندهار د یوشمېر اوسیدونکو په شتون کې پیل شو.
دکندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به په کندهار ولایت کې ۲۵۲زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شي.
د کندهار د کرنې ریاست ددې ولایت له خلکو غواړي، چې په دې کمپاین کې ونډه واخلي او د ونو او نیالګیو ساتنې او څارنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت