کندهار کې د ناروغیو مخنیوي او صحي غوښې وړاندې کولو په موخه د څارویو د معاینې لړۍ؛ د ډنډ مسلخ کې نږدې دوه زره څاروي معاینه شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۷
کندهار کې د ناروغیو مخنیوي او صحي غوښې وړاندې کولو په موخه د څارویو د معاینې لړۍ؛ د ډنډ مسلخ کې نږدې دوه زره څاروي معاینه شوي

۲۹ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت لخوا د ډنډ ولسوالی په مسلخ کې په تېرو اوو ورځو کې نږدې دوه زره څاروي معاینه شوي دي. په معاینه شویو څارويو کې ۷۷۵ پسونه، ۱۱۲۷ وزګړي او ۴۰ غوایي شامل دي. له دې ډلې،۲۳ څاروي د ناروغۍ له امله د پلورلو وړ ونه ګڼل شول او په بازار کې یې د پلور اجازه ور نه کړل شوه.
د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې هېڅ قصاب ته به اجازه ور نه کړي، چې بې‌کیفیته یا په ناروغیو ککړه غوښه وپلوري. دغه ریاست له ښاریانو غوښتنه کړې، چې له غیر قانوني او بې‌مهره غوښې پېرلو ډډه وکړي، ترڅو د څارویو له لارې د ناروغیو خپرېدو مخه ونیول شي.  
د مالدارۍ مسؤلین وايي، چې د ناروغیو د مخنیوي او د صحي غوښې وړاندې کولو لپاره منظمې معاینې ترسره کوي. تېره اوونۍ هم په همدې مسلخ کې څه باندې ۱۱ سوه څاروي معاینه شوي وو.
د کندهار د مالدارۍ آمریت د څارویو معاینې لړۍ د ناروغیو د کنټرول او د ښاریانو روغتیا خوندي کولو لپاره مهمه بولي. د دې پروسې په دوام به په کندهار کې د بې‌کیفیته غوښې د پلور مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت